د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش د بریدونو زیاتوالی؛ رینا امیري: طالبان دې د خلکو امنیت تامین کړي


له هغې وروسته چې د اسلامي دولت (داعش) د ډلې پورې اوړندې د خراسان څانګې د چهار شنبې مې ۲۴ (غبرګولې څلورمې) په مزار شریف ښار کې د بمې چاودنو مسولیت پر غاړه واخیست د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې وویل چې طالبان باید د افغانان امنیت تامین کړي .

د افغانستان کابل او مزار شریف ښارونه د چهار شنبې په ورځ د یو لړ بمي چاودنو شاهدان وو. طالبان وایي د کابل په یو جومات کې بمې چاودنې حد اقل پنځه کسان ووژل او په مزار شریف کې په وړو بس موټرونو کې دریو بمي چاودنو نهه کسان ووژل.

د داعش خراسان څانګې د اعماق خبري آژانس پر ویب پاڼه چې تل ددې ډلې فعالیتونه خپروي د یو پوست په کولو د مزار شریف د بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

داعش ویلي دي چې په لاس د جوړو شویو بمونو په واسطه یې درې بس موټرونه په نښه کړي‌ دي.

د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د کابل او مزار شریف د بریدنو په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

میرمن امیري پر یو ټویټ لیکلي چې په مزار شریف او کابل کې ناوړه بریدونه د بې ګناه افغانانو په وړاندې له ویجاړی پرته چې په کافي اندازه ځورول شوي ، بل څه نه رامنځ ته کوي.

دغه امریکایۍ دیپلوماتې زیاته کړې چې د دا ډول ناوړه بریدونو مخنیوی، امنیت ته رسیدګي او د ټولو افغانانو غوښتنې باید هغه څه وي چې طالبان پرې تمرکز وکړي.


د کابل په یو جومات کې د بمي چاودنې مسولیت تر اوسه هیڅ کومې ډلې پر غاړه اخیستی ندی خو اسوشیټد پرس لیکلي چې چاودنه د داعش یا اسلامي‌ دولت د خراسان څانګې له بریدونو سره مرتبطې نښې لري.

د داعش خراسان څانګه چې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، د طالبان د حکومت په وړاندې ستر امنیتي تهدید ګڼل کیږي.

طالبانو که څه هم د تیر کال په اګست میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته، د افغانستان په شرقي برخو کې د داعش د خراسان څانګې په وړاندې ځپونکي اقدامات کړي‌ خو یادې ډلې د تیرو اتو میاشتو راهیسې د افغانستان په مختلفو برخو کې د چاودنو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

د طالبانو حکومت او نړۍ ته د داعش تهدید

د امریکا د ملي دفاع پوهنتون مشر استاد علي احمد جلالي وايي چې داعش د طالبانو په حاکمیت کې پیاوړی شوی دی ځکه ډیر خلک د واکمنو طالبانو له چال چلند او سیاستونو څخه راضي ندي.

ښاغلي جلالي امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل که له طالبانو څخه د خلکو نا رضایتي دوام وکړي نه یوازې داعش بلکې نورې ترهګرې ډلې هم به ورڅخه استفاده وکړي.

علي احمد جلالي وایي متحده ایالاتو څرګنده کړې چې په افغانستان کې د داعش پر فعالیت څار لري‌ او که داعش دې حد ته ورسیږي چې امریکا او د امریکا متحدینو ته تهدید متوجه دی، نو واشنګټن بیا دا امکانات لري چې له لیرې څخه یاده ډله هدف وګرځوي.

داعش په وړاندې د امریکا چمتوالی

د امریکا د وسلوالو ځواکونو عمومی لوی درستیز جنرال مارک میلي د مې په ۱۱ (غوایي ۲۱) وویل که له افغانستان څخه د امریکا پر ضد د ګواښ احساس وکړي، نو د مخنیوي لپاره یې د عملیاتو وړتیا لري.

ښاغلي میلي څرګنده کړه چې " موږ خپله څارنه جاري ساتلې ده، جزیاتو ته یې نه ورځم چې څنګه او کوم ډول میکانیزم دی، له افغانستان څخه د متوجه ګواښ په صورت کې موږ ددې وړتیا لرو چې ضربتي عملیات و کړو.

جنرال مارک میلي د امریکا د سنا مجلس په استماعیه غونډه کې وویل چې لا هم امریکايي پوځیانو پر افغانستان خپل څارګر فعالیتونه جاري ساتلي، خو په اړه یې نور جزیات ور نه کړل.

د دغه مطلب په لیکلو کې د اسوشیټد پرس له راپور څخه هم ګټه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG