د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن غواړي د چین له جمهور رئیس سره خبري وکړي


د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) وویل د چین د ګمرکي تعرفو د لغوه کیدو په اړه فکر کوي‌ او پریکړه به وکړي.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، جمهور رئیس جوبایډن همدارنګه ویلي دي چې ډیر ژر به د چین له جمهور رئیس شي جین پنګ سره خبري وکړي.

د بایډن څرګندونې په داسې حال کې بیان شوي‌ دي چې د کروناویروس له خپریدو وروسته، متحده ایالات له داسې پولي تورم سره مخ شوي چې په تیرو څلورو لسیزو کې یې ساری لیدل شوی ندی. په امریکا کې پولي تورم ددې لامل شوی چې د خوراکي موادو او تیلو په ګډون د لومړنیو توکو بیي په پام وړ کچه لوړې شي.

له دې مخکې د امریکا د سوداګرۍ وزیرې جینا رایموندو د جون په پنځه نیټه ویلي وو جمهور رئیس بایډن له خپل ټیم څخه غوښتي دي چې پر چین د یو شمیر هغو ګمرکي تعرفو پر لغوه کیدو فکر وکړي چې د ډانلډ ټرمپ د حکومت پرمهال لګیدلې وې.

ددغې امریکایی چارواکې په وینا، ددغه اقدام هدف د پاړسوب هغه لوړ رقم ته رسیدګي ده چې امریکا ورسره مخ ده.

میرمن رایموندو د سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا د مالي تورم یا پولي پاړسوب د کمیدو لپاره پر چین د یو شمیر ګمرکي تعرفو لغوه کیدل څیړي که نه، وویل:"موږ ورته ګورو، زموږ جمهور رئیس غوښتي دي چې ویې څیړو او هغه "جمهوررئیس" ته ددې کار د کولو په حال کې یو او هغه "بایډن" باید دا پریکړه وکړي."

د امریکا د سوداګرۍ وزیرې وویل د یو شمیر تعرفو په خاص ډول د خلکو د اړتیا وړ توکو باندې د یو شمیر تعرفو لغوه کیدل کیدای شي برسي شي، خو زیاته یې کړه چې د امریکا حکومت پریکړه کړې چې یو شمیر تعرفې په خاص ډول د هغه هیواد پر وارداتی پولادو او المونیمو پرځای پاتې شي څو د پولادو د تولید د سکټور صنعت او کارګران وساتل شي.

د رایموند په وینا، جمهور رئیس بایډن د چین په سلګونو رقمه توکو باندې د ګمرکي تعرفو لغوه کیدل چې ارزښت یې سل ګونه میلیارده ډالره کیږي، تر څیړنې لاندې نیولی دی. هغه تعرفې چې د امریکا پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه مهال په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې پر چین وضع کړې چې د دواړو هیوادونو تجارتي اړیکې له تاوتریخوالو ډکې وې.

چین هم ویلي دي چې ددغه هیواد پر صادراتي توکو د ګمرکي تعرفو کمووالی به د امریکایانو د لګښتونو د کموالي لامل شي.

د ټرمپ حکومت، پر چین د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ګمرکي تعرفې وضع کړي چې په مقابل کې چین هم ورته اقدامات وکړل.

د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادونو ترمنځ تجارتي لانجه ددې لامل شوه چې په نړیوالو بازارونو کې د ونډو قیمت راوغورځیږي او د نړۍ اقتصاد له تهدید سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG