د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د سیلابونو را وتلو له امله ۲۲ تنه مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په ادرسکن او اوبه ولسوالیو کې د سېلابونو را وتلو له امله ۲۲ تنه مړه شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن سې شنبه مۍ څلورمه (غوايي ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې په ادرسکن ولسوالۍ کې د تیرې شپې سېلابونو له امله پنځه نارینه، یوه ښځه او څلور ماشومان مړه شوي دي.

هغه وویل چې له اوبو څخه د دوو ناپيژانو کسانو جسدونه هم ایستل شوي چې دا مهال د هرات ولایت روغتون ته انتقال شوي دي.

د ښاغلي فرهاد په وینا د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې هم ۱۰ تنه د تیرې شپې باران او سېلابونو را وتلو له امله مړه شوي دي.

د هرات والي ویاند په وینا د راوتلو سېلابونو له امله ۳۰۰ څاروي غواوي او پسونه هم له منځه تللي دي.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې د دې ترڅنګ تیره شپه د هرات ولایت په ځینو نورو ولسوالیو کې هم تر بارانونو وروسته سېلابونه را وتلي چې له امله کروندګرو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

د هرات د چارواکو په وینا د سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستې رسېدو په هدف کمېټه رامنځته شوې ده.

بلخوا د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې د هرات په ګډون په ۲۶ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.

په دغه ولایتونو کې هرات، فراه، بادغیس، بدخشان، تخار، بغلان، غور، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، پنجشیر، پروان، کاپیسا ،بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، غزني، دایکندي، پکتیکا، نورستان او د کابل په ګډون سالنګونه هم شامل دي.

دغه ادارې ویلي چې په یادو سیمو کې به د اورښت کچه د (۱۰ نه تر ۲۵) ملي مترو پوری وري.

XS
SM
MD
LG