د لاس رسي وړ اتصالات

زلزله ځپلو ته د مرستو رسېدو په لاره کې ویجاړ سرکونه او نور خنډونه


د افغانستان په جنوب ختیځ کې د زلزلې راهیسې پنځه ورځې تیريږي. د اسوشیټډ پرس د خبر په اساس، د پکتیکا او خوست ځینو سختو ځپل شویو سیمو ته د ویجاړو شویو لارو او خرابو سرکونو له آمله لا تر اوسه کافي مرسته نده رسېدلې.

د پکتیکا د ګیان د ولسوالۍ اوسېدونکی نعیم ګل چې د خټو او ډبرو جوړ کور یې د چهارشنبې په زلزله کې ویجاړ شوی او پلار او دوه خویندې یې پکې وژل شوي دي، د مرستو کمښت ته اندېښمن دی.

نعیم ګل نن یکشبنې ۲۶ جون (چنګاښ ۵) اسوشیټد پرس ته وویل: "نه پوهیږم چې موږ به څه کوو او خپل ژوند څنګه بیرته پیل کړو. د بیا رغونې دپاره پیسې هم نلرو".

د پکتیکا او خوست په زرګونو نوري کورنۍ هم همدا اندېښنه لري. په دغه سیمه کې له وړاندې اقتصادي ستوزې وې خو زلزلې ددغه ځای د اوسېدونکو ژوند ډیر سخت کړی دی.

طالبانو چې پیسې او امکانات ورسره محدود دي، پر نړیوالو د مرستې غږ کړی دی. د شبنې په ورځ د طالبانو حکومت یو ځل بیا له واشنګټن څخه وغوښتل چې د افغانستان اووه میلیارد ډالر کنګل شوي پیسې خلاصې کړي.

ملګرو ملتونو، نړیوالو مرستندویه موسسو او ځینو هېوادونو افغانستان ته د مرستو لیږل پیل کړي دي.

چین پرون د ۷.۷ میلیون ډالرو عاجلو بشري مرستو اعلان وکړ. ایران، پاکستان، جنوبي کوریا، متحده عربي اماراتو او قطر له وړاندې زلزله ځپلو ته خیمې، البسه او د اړتیا وړ نور توکي لېږلي دي.

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي آستازی، رامیز الکباروف پرون په پکتیکا کې زیانمنې شوې سیمې ته ورغلی وو چې د مرستو د وېش بهیر له نږدې وویني. د ملګرو ملتونو په ډوډۍ، اوړو، وریجو، کمپلو او نورو اړینو توکو بار ټرکونه دغه سیمې ته رسېدلي دي.

خو د پیسو او ضروري وسایلو کمښت د مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړي دي. په لوجیستیکي او نورو برخو کې دغه محدودیتونه د طالبانو لپاره هم ستره آزموینه ده چې څنګه د ویجاړو شویو کورونو خاورې خځلې لرې کړي او ځپل شویو کورنیو ته مرستې ورسوي.

په ډیرو ځپل شویو کلیو کې مړي په ډلییزو قبرونو کې دفن شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د غمغږئ د ادارې (OCHA) د معلوماتو له مخې، نږدې ۸۰۰ کورنۍ بې سرپناه پاتې دي.

د ګیان د ولسوالۍ نعیم ګل ته د یوې سیمییزي خیریه ټولنې لخوا یوه خیمه او څو کمپلې ورکړل شوي دي. خو هغه او د کورنۍ ژوندي پاتې غړي یې چې په زلزله کې یې هر څه له لاسه ورکړي دي، باید خپل چاره پخپله وکړي.

افغانستان په تېر اګست کې، واک ته د طالبانو د رسېدلو راهیسې، د نړیوالو مرستو د درېدو له آمله له سخت اقتصادي مشکل سره مخامخ دی او زلزلې د خلکو ژوند نور هم سخت کړی دی.

د لویدیځ مرسته کوونکو هېوادونو خپلې اوږد مهالې مرستې بندې کړي او له طالبانو یې غوښتي چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او بشري حقونو ته احترام وکړي.

اوس د افغانستان د ۳۹ میلیونه نفوس نږدې نیمايي د خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخامخ دی. د دولتي ادارو ډاکترانو، ښوونکو او نورو کارکوونکو په میاشتو خپل معاش نه دی اخیستی.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې هڅه کوي چې اړمنو افغانانو ته خواړه ورسوي، د عامې روغتیا سیستم فعال وساتي او افغانستان له یوه بشري ناورین او لوږې څخه وژغوري.

د پکتیکا او خوست په لیرې پرتو سیمو کې چې د چهارشنبې زلزلې سختې ځپلي دي، امکانات له وړاندې کم وو.

د افغانستان ځینې شتمن کسان او سوداګر لاس په کار شوي دي. د افغانستان د پانګونې او سوداګرئ خونو نن اعلان وکړ چې د پکتیکا او خوست دپاره یې یو نیم میلیون ډالر راغونډ کړي دي.

خو د ډیرو ځپل شویو کورنیو دپاره چې په زلزله کې یې کورونه ړنګ شوي دي، کیدای شي دا مرستې هم کافي نه وي.

XS
SM
MD
LG