د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د زلزلې په مرستو کې مداخله نه کوو


طالبانو د شنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) ژمنه وکړه چې د لسګونه زره زلزله ځپلو سره به د نړیوالې ټولنې د مرستو په ویش کې مداخله ونکړي.

طالبان په داسې حال کې دا ژمنه کوي چې له دې مخکې مرستندویه سازمانونو شکایت کړی و چې طالب چارواکي هڅه کوي مرستې هغو سیمو ته ولیږدوي چې له هغوی څخه پکې ملاتړ کیږي او حتی د امتیاز د اخیستلو په هدف یې مرستې اخیستې او خپله یې ویشلي دي.

خو په پکتیکا ولایت کې د طالبانو یو جګپوړی چارواکی خان محمد احمد وایي د هغو نړیوالو سازمانونو په کارونو کې به مداخله ونشي چې نړیوالې مرستې ویشي.

خان محمد وویل: «که دا ډبلیو اف پي، یونیسف او یا هم بل هر نړیوال او یا هم د ملګرو ملتونو سازمان وي، هغوی به خپله د ویش چارې ترسره کړي.»

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو غړي به په سیمه کې د هر ډول مرستې لپاره تیار وي.

د ریکټر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې د چهار شنبې په لومړیو ساعتونو کې د افغانستان جنوب ختیځې سیمې سختې ولړزولې او د خلکو مشکلات یې لاپسې زیات کړل کوم چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

لویي ننګونې

د زلزلې له امله رامنځ ته شوی ناورین د‌ طالبانو حکومت ته لويي لوژیستیکي ننګوني رامنځ‌ ته کړي دي، ځکه چې د نورو مواردو تر څنګ پر ښځو او نجونو فشارونو، د طالبانو او اکثریت نړۍ تر منځ واټن رامنځ ته کړی دی.

خو نړیوالې ټولنې د افغانستان په جنوب ختیځو برخو کې له مرګونې زلزلې وروسته په عاجله توګه مرستو ته ور ودانګل او له زیانمنو سره د مرستو لړۍ پیل شوې ده، که څه هم دا ډول اقدام په نورو مواردو کې ندی شوی.

حتي واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې هم د افغانستان د بیړني حالت ټیمونه پرله پسې طبیعي پيښو ته چې په هغه هیواد کې پیښیدلې د رسیدګۍ په برخه کې له مشکلاتو سره مخ وو.

خو واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته یوازې د ګوتو په شمار د پرواز وړ څو الوتکې او چورلکې پاتې دي او وروستي ناورین ته عاجله رسیدنه هم محدوده ښکاري.

چارواکي‌ وايي‌ چې د چهار شنبې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۰ زره کورونه ویجاړ شوي دي او د ۲۵۰۰ کسانو په شاوخوا کې خلک مړه او ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG