د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: د پکتیکا او خوست زلزله کې ۱۲۱ ماشومان مړه شوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تیري چهارشنبې شپې زلزله کې ۱۲۱ تنه ماشومان هم مړه شوي دي.

د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې استازي محمد اګ ایویا وویل چې په دغه ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۶۷ ماشومان ټپيان شوي هم دي چې زیات شمیر یې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د ملګرو متلونو د وروستي راپور په اساس په افغانستان کې د تیرې چهارشنبې شپې زلزلې له امله تر دا مهاله ۱۰۳۲ کسان مړه شوي او ۱۶۴۳ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي ایویا زیاته کړې چې دغه ارقام وروستي نه دي او په خبره یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د شوې زلزلې له امله د تلفاتو زیاتېدو احتمال شته.

د ماشومانو د ساتنې سازمان هم دوې ورځې مخکې ویلي وو چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د رامنځته شوي زلزلې له امله د زیانمن شویو ماشومانو په اړه اندېښمن دي.

د دغه سازمان د افغانستان د برخې مسؤلې کرس نیامندي ویلي و: "د ماشومانو د ساتنې اداره د هغه ۱۱۸زره ماشومانو په اړه اندېښمنه ده چې ښايي د افغانستان په جنوب ختیځ کې د رامنځته شوي زلزلې له امله اغېزمن شوي وي... په زیات احتمال سره له دغه ماشومانو څخه زیات یې اوس مهال د څښلو اوبو، خوړو او د خوب لپاره خوندي ځای ته اتیا لري."

اغلې نیامندي زیاته کړې چې ماشومان په زلزله کې تر ټولو ځپل شوې طبقه ده، ځکه په خبره یې زیات یې د لوږې، ټپونو او ناروغیو له امله د مرګ له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف هم نن شنبه جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) په زلزله ځپلې سیمه کې د ماشومانو د روغتیايي وضعیت او ناروغیو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې په دغه ولایت کې د ماشومانو او خلکو د درملنې لپاره یې یو لړ اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

یونیسف ویلي چې په خوست او پکتیکا کې چیري چې زلزله شوې ده د اوبو رسولو سستم زیانمن شوی دی او د دغه سیمو اوسېدونکي د ماشومانو په ګډون د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسئ نلري.

د یوینسف د معلوماتو په اساس هغوی په زلزله ځپلو سیمو په ځانګړي ډول د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته د څښاک اوبو پاکولو «ټابلېټونه» او د لاس پرېولولو صابونونه رسولي دي.

د ریکتر په کچه ۶.۱ درجه زلزله چې د تیري چهارشنبې په شپه څه باندې یوه بجه رامنځته شوه نه یوازې افغانستان بلکې د پاکستان ځینو سیمو ته هم ټکانونه ورکړي دي.

طالبانو ویلي چې د پکتیکا ولایت برمل، ګیان، زیړوک او نکي او د خوست ولایت سپیره ولسوالۍ له هغو سیمو څخه دي چې زیات زلزلې ځپلي دي.

له زلزله ځپلو سره مرستې

بلخوا په کور دننه او بهر له افغان زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ نن شنبه هم روانه وه.

تازه په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي چې د دغه هیواد په بشري مرستو بار یوه الوتکه نن شنبه د خوست هوايي ډګر ته رسېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د زلزله ځپلو د درملنې لپاره یې د خوست ولایت هوايي ډګر کې خپل ۲۳ کسیز سیار روغتیايي ټېم او درې امبولانسونه هم ځای پر ځای کړي دي.

بلخوا طالب چارواکي وایي چې نن شنبه له افغان زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف د ترکمنستان او ازبکستان هیوادونو په بشري مرستو بار درې طیارې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دغه بشري مرسته کې خوارکي او غیر خوراکي موادو شامل دي چې په خوست او پکتیکا کې به پر زلزله ځپلو ووېشل شي.

پر همدې مهال عیني شاهدان وايي، نن شنبه په پکتيکا ولايت کې يو ځل بيا د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي٠

له سيمې يو تن عيني شاهد خيرالله ذکي امريکا غږ ته وويل چې د زلزلې ياد ټکانونه تيره شپه او نن سهار په ځانګړي ډول په ګيان ولسوالۍ کې احساس شوي، خو چاته پکي زيان رسېدو راپور نه دى ورکړل شوى٠

نوموړی وایي، د زلزلې له ويري ښځو، ماشومانو او نارينه وو له خپلو کورونو بهر شپه تيره کړې ده.

XS
SM
MD
LG