د لاس رسي وړ اتصالات

د کنړ د معتادینو شل بستریز روغتون کې اوس د روږدو درملنه نه کیږي - چارواکي 

د کنړ د معتادینو شل بستریز روغتون کې اوس د روږدو درملنه نه کیږي - چارواکي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

کنړ کې د معتادینو د درملنې د شل بستریز روغتون مسؤلین وايي، چې له تیرو نهو میاشتو او واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې د مخدره موادو د روږدو کلینیکي درملنه په ټپه ولاړه ده او د معتادینو درملنې لپاره د بستر امکانات نه لري. 

د روغتون مسؤلین وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې يې چارې ټکنۍ شوي او نه شي کولی، چې په بسترونو کې پر نشه يې توکو اخته کسانو درملنه وکړي.

د دې روغتون مسؤل ډاکتر سلطان محمد عظمي وايي، تېر وخت کې منظم خدمات ترسره کېدل، خو د اګست له پنځلسمې را وروسته دې روغتون ته د مرستندویانو مرستې بندې شوي دي.

ډاکټرعظمي امریکاغږ ته وویل: ”دا خدمات له تحول سره ټکني شوي. د دې خدماتو تکیه په بانکي جهاني او نورو هغه بهرنیو انجیوګانو باندې وه چې هغوی به تمویل کاوه. اوس هغوی نشته او دا خدمات هم نشته. اوس خو زمونږ د بستر خدمات بیخي متوقف دي“.

هغه وايي، د عامه پوهاوي او د ناروغانو د تثبیت خدمات چې ټرانسپورټ پورې تړلی دی هم نور د دوی په روغتون کې نشته ځکه د ټرانسپورت لپاره تېل او نور امکانات نه لري.

د ډاکټرعظمي په خبر، چې دوی یوازې هغه ناروغانو ته درملنه کوي، چې روغتون ته راځي او دلته دوا ورکوي او بیرته کورونو ته ځي. دی وايي روغتون کې نور امکانات نشته او له شخصي لګښتونو يې چلولی نه شي، نو ځکه خو نه شي کولی چې ناروغان بستر کړي.

د محلي معلوماتو له مخې په کنړ کې د شپږ زرو نه تر لسو زرو پورې کسان په نشه يې توکو روږدي دي.

د دومره شمیر معتادینو لپاره په کنړ کې د درملنې لپاره دا شل بستریز روغتون په ۱۳۸۹ کال کې جوړ شوی وو.

XS
SM
MD
LG