د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې د لوهانسک او دونڅک خپلواکي په رسمیت وپيژندله


وروسته له هغه چې سوریې د جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک او دونتڅک جمهوریتونو خپلواکي په رسمیت وپيژندله، کیف له دمشق سره د دیپلوماتیکو اړیکو د بندیدو اعلان وکړ.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي نن په یو ویدیویي پیغام کې چې د هغه د ټلیګرام په پاڼه خپور شوی ویلي " له دې وروسته به د اوکراین او سوریې ترمنځ هیڅ ډول اړیکې نه وي او پر سوریې به د بندیزونو فشارونه له پخوا څخه ډیر شي."

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د فبروري په ۲۱ نیټه پر اوکراین له نظامي برید درې ورځې وروسته، د اوکراین په ختیځ کې د دونڅک او لوهانسک سیمې د خپلواکو هیوادونو په توګه په رسمیت وپیژندلې. دا سیمې د روسیې له ملاتړ څخه د برخمنو بیلتون غوښتونکو له خوا اداره کیږي.

خو له روسیې وروسته، سوریه دویم هیواد دی چې د یادو سیمو خپلواکي په رسمیت پيژني.

د روسیې له دې اقدام وروسته، د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن پر مسکو د بندیزونو په لګولو سربیره، وویل چې روسیې په رسمیت د لوهانسک او دونڅک سیمو په پيژندلو سره د اوکراین د موجودیت حق سلب کړی دی.

سوریه چې په ۲۰۱۵ میلادي‌ کال کې د هغه هیواد د کورنۍ جګړې راوروسته د مسکو له قوي ملاتړ څخه برخمنه ده، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې هم له مسکو څخه ملاتړ کې، د جنوبي اوستیا او د ګرجستان د ابخازیا له خپلواکيو ملاتړ وکړ.

ددې کار په غبرګون کې ګرجستان هم له دمشق سره خپل ټول دیپلوماتیک روابط قطع کړل.

نړیواله ټولنه تراوسه هم جنوبي اوستیا او ابخازیا د ګرجستان د خاورې د یوې برخې په توګه په رسمیت پيژني، خو روسیه او څو نور هیوادونه د هغوی له خپلواکي څخه ملاتړ کوي.

اروپا کې د امریکایي ځواکونو د حضور ډیروالی

د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ اوس هم د اوکراین په ختیځ کې د دونباس په سیمه کې جګړه روانه ده او د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن نن وویل چې د روسیې له خوا تهدیداتو ته په پام سره، امریکا په اروپا کې خپل نظامي حضور ډیروي.

بایډن زیاته کړه چې امریکا په پولنډ کې خپلې دایمي نظامي اډې جوړي کړي او په ټوله اروپا کې به خپل ځمکني، هوایي او سمندري ځواکونه ډیر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې تل له دغه هیواد سره په پوله کې د ناټو د غړو هیوادونو د ځواکونو او تسلیحاتو په نه زیاتیدو ټینګار کړی دی.

تر اوسه دا معلومه نده چې څومره امریکایي ځواکونه به په اروپا کې میشت شي خو پر اوکراین د روسیې د نظامي برید له پیل سره شاوخوا ۲۰ زره امریکایان په اروپا کې میشت شوي دي او اوس په اروپا کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۱۰۰ زرو ته رسیږي.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانس پرس له معلوماتو کار اخیستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG