د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له زلزلې ځپلیو افغانانو سره ۵۵ میلیون ډالر مرسته کوي 


په زلزلې کې یو ویجاړ شوی کور
په زلزلې کې یو ویجاړ شوی کور

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د تېرې چهارشنبې د زلزلې ځپلیو افغانانو سره شاوخوا ۵۵ میلیون ډالر بېړنۍ بشري مرسته کوي.

دا مرستې به د متحدو ایالتونو د پراختیايي ادارې له لارې ځپل شویو کورنیو‌ ته رسول کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات نن سه شنبه جون ۲۸ (چنګاښ اوومه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې له زلزلې وروسته په سیمه کې د امریکا له مالي ‌ملاتړ څخه برخمنو موسسو بېړنۍ طبي مرستې وکړې، خو ولسمشر جو بایډن لارښوونه وکړه چې د نورو مرستو اړتیا او ضرورت وارزول شي.

اعلامیه وايي چې امریکا به «د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې له لارې نژدې ۵۵ میلیون ډالر اضافي بشري مرستې وکړي چې په بیړني ډول په طبعي پېښې کې ډېرو ځپلو شویو ته ورسېږي. په دې سره په تېر کال کې [افغانستان سره] د امریکا بشري مرستې څه باندې ۷۷۴ میلیون ډالرو ته رسېږي.»

وايي په دې مرستو سره به اړمنو خلکو ته سرپناوې، دیګ، کاسه او نور ظروف، د اوبو ترموزونه، کمپلې، لمریز څراغونه، جامي او د کور نور ضروري وسایل واخیستل شي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي‌ چې دا مرستې به له اوبو څخه د پیدا کېدونکو نارغیو د مخنیوي لپاره د اوبو رسولو او برابرولو او په افغانستان کې په نورو ضروري برخو کې هم لګول کېږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي چې امریکا د افغانستان له خلکو سره دوامدار تعهد لري او په دې برخه کې د نورو نړیوالو ادارو او شریکانو د مرستو هرکلی هم کوي.

د طالبانو حکومت وايي چې د تېرې اوونۍ په زلزلې کې څه باندې ۶۵۰ کسان مړه شول او سلګونه نور ژوبل شوي دي. همدغه راز سلګونه کورونه هم نړېدلي‌ دي. خو ملګري ملتونه وايي چې په زلزلې کې ۱۱۵۰ تنه مړه شوي او دا په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې تر ټولو مرګونې زلزله وه.

سیمې ته وار د مخه ځینې مرستې رسول شوې، خو ځپل شوې کورنۍ وايي چې کافي نه دي.

XS
SM
MD
LG