د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د خپلواکۍ په جشن کې په امریکا کې د ناامنۍ د پېښو یادونه وکړه


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د پخوانیو سرتېرو او نورو مېلمنو سره د خپلواکۍ ورځ لمانځله، چې د امریکا شیکاګو ښار ته نږدې د استقلال د لمانځلو په مراسمو کې ډزې پېل شوې. په پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

هغه د جولای په څلورمه په خپله وینا کې د اېلېنای په ایالت کې ددغه پېښې یادونه وکړه.

جمهور رئیس بایډن وویل: "تاسو ټولو واورېدل چې نن څه پېښ شول. موږ ته هره ورځ رامعلومیږي چې زموږ د ډیموکراسئ هیڅ اړخ نه دی تضمین. زموږ ژوند نه دی تضمین. موږ یې باید د مبارزې، دفاع او رایې کارولو په وسیله تضمین تر لاسه کړو. دا ورځ، زموږ د بیا سمون، تکاُمُل او پراختیا په موخه زموږ د رایو ځای کېدا هغه پخوانۍ ماضي راپه یادوي.

د اېلېنای په های لینډ پارک کې له پیښې څو ساعته وروسته، پولیس وتوانېدل چې په دې تړاو یو تن ونیسې او یو بل مشکوک کس په نښه کړي. د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یو د مکسیکو تبعه دی.

جمهور رئیس بایډن په خپل بیان کې وویل چې هغه او لومړۍ مېرمن، جېل بایډن، پدې تاوتریخوالي، چې یو ځل بیا یې د خپلواکۍ په ورځ، امریکايي ټولنه غمجنه کړه، خفه دي.

ښاغلي بایډن وویل: "د جولای څلورمه په یوه حساس وخت کې راځي. زموږ اقتصاد وده کوي، خو مشکل لري. آزادي تر برید لاندې ده. هم دلته او هم بهر نه زمونږ ازادي تر برید لاندې ده. په دې وروستیو ورځو کې، د دې فکر کولو دلیل شتون لري چې دا هیواد شاته روان دی. ازادي کمیږي. هغه حقونه چې موږ یې فکر کوو خوندي دي، خوندي پاتې نه شو. د یادونې وړ ده چې موږ د امریکا د روح لپاره په روانه جګړه کې پاتې یو، لکه څنګه چې موږ له ۲۰۰ کلونو راهیسې یو."

د هایلنډ پارک روغتون یو ډاکټر وویل چې، دوی ته د پیښې له ځای څخه ۲۶ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

یوه ټلیفوني ویډیو ښيي چې څنګه د نزدې ودانیو نه پرله پسې ډزې پیل شي نو ډېر شمېر خلک د وېرې په حالت کې تېښته کوي. د سرم ګذشت په ځای کې د خلکو نه پاتې شیانو کې چوکۍ، د ماشومانو د ګرځولو ګاډې، د خوړو ډبي او نور شیان ځای په ځای ګډوډ پراته ښکاري.

د جولای د څلورمې برید د امریکایانو د ژوند د روزمره دودونو د ماتولو لپاره وروستۍ پېښه وه.

ښوونځي، کلیساګانې، د خوراکي توکو پلورنځي او اوس سرم ګذشت په وروستیو میاشتو کې د وژنې په مېدان بدل شوي دي.

دا ځل وینه په داسې وخت کې توی شوې چې ملت هڅه کوله د خپل استقلال او د یووالي هغه جذبه ولمانځي چې دوی یې تر اوسه یو ځای ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG