د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: لا ډېر وخت دی چې په رسمیت د طالبانو د پېژندنې په اړه غور وشي


افغان طالبان
افغان طالبان

په داسې حال کې چې ټاکل شوې بله میاشت د طالبانو واکمني یو کلنه شي، امریکايي چارواکي وايي هېڅ بهرنی حکومت طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په اړه فکر نکوي.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دونالډ لو امریکا غږ ته وویل: «زه فکر کوم، چې د مسکو، بیجینګ او ایران په ګډون، یوه نړیواله اجماع شته چې لا ډېر وخت دی چې د طالبانو د پېژندلو په اړه فکر وشي.»

ښاغلي لو زیاته کړه:«ځینو هېوادونو [طالبانو سره] د اړیکو د عادي کولو ډېره ورو پروسه پیل کړې، خو هېڅوک یې د رسمیت پېژندلو په اړه نه غږېږي.»

نوموړي وویل چې په نړیواله کچه خبرې له طالبانو سره په تعامل کولو متمرکزې دي چې په افغانستان کې د امنیت، نجونو د تعلیم او ښځو د حقونو وضعیت ښه شي.

هغه وايي: « د سیمي د ثبات لپاره موږ، د شریکو هېوادونو په توګه، باید د افغانانو د حالت ښه کولو لپاره په افغانستان کې له مقاماتو سره خبرې وکړو.»

دا خبرې داسې مهال کېږي چې بله میاشت د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېږي. امریکا او ناټو تېرکال د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل او ورسره سم «جمهوري نظام سقوط» شو او طالبان واکمن شول.

طالبانو په خپل سرپرست حکومت کې ټول «مولویان او د خپل امارت غړي» ټاکلي دي، یوه ښځه د وزیرې په کچه په کې نشته او همدغه راز د ښځو په کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مشارکت او نجونو په تعلیم یې هم محدودیتونه لګولي دي.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دونالډ لو د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندولو په اړه وویل :«دا مهمه ده چې موږ ټول په ګډه کار وکړو چې طالبان یوې رغوونکې لارې ته برابر کړو. دا اسلامي ډله باید اوس حکومتولۍ ته مخه کړي.»

واشنګټن په وار وار دا خبره کړې ده تر څو چې طالبان د ښځو د حقونو په اړه ګام پورته نکړي او په خپل حکومت کې د نورو اقلیتونو خلکو ته ځای ورنکړي، رسمیت پېژندل یې ممکن نه دي.

نوموړي وویل هغه څه چې نړیوالې ټولنې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې پانګونه کړې، د افغانستان راتلونکی به ټاکي.

ښاغلي لو زیاته کړه: «هغوی طالبان] په میلیونونو افغانانو باندې خپله خوښه نشي تحمیلولای.» ښاغلي لو وویل چې افغانان غواړي په خپل ژوند کې مشخصه ازادي او مشخص اقتصادي معیارونه ولري او په خبره یې د خلکو دا غوښتنې به په په راتلونکي کې د طالبانو د تګلارو لوری ټاکي.

خو طالبان ټېنګار کوي چې د هغوي تګلارې د افغانستان د فرهنګ او اسلامي شریعت سره برابرې دي ، هغه ادعا چې یو شمېر افغان دیني عالمان یې ردوي.

تېره اونۍ د طالبانو مشر هبت الله اخندزاد په کابل کې د «دیني عالمانو لویې غونډې» ته په خبرو کې «د اسلامي شریعت په نفاذ تاکید» وکړ او وویل چې که «اتوم بمب هم پرې» استعمال شي، په شا به نشي. ښاغلي اخندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي دي چې د «شریعت په اساس» د افغانستان د ښځو د حقونو ساتلو هلې ځلې کوي.

نوموړي همدغه راز ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړی دی چې له افغانستان څخه به هغوی ته کوم خطر نه وي او نباید هغوی د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي. نوموړي وویل چې طالبانو له امریکا او نړۍ سره ښه روابط غواړي.

د داعش ګواښ

پاکستان او چین د افغانستان دوه ګاونډیان دي او له طالبانوسره یې هم خپل روابط پیل کړي دي، خو دواړوه هېوادونه ټېنګار کوي چې طالبان باید همه شمول حکومت جوړ کړي او د ښځو او اقلیتونو حقوقو ته درناوی وکړي.

په همدې حال کې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل: «په دې هیله چې افغانستان ارام او باثباته وي او یوه معتدله پالیسي غوره کړي چې ټول توقعات پوره کړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لو وویل چې د منځنۍ اسیا هېوادونه، چې فکر کوي له افغانستان څخه ورته امنیتي تهدیدونه دي، هم اندېښمن دي. نوموړي وویل چې امریکا له دغو هېوادونو سره په تماس کې ده چې د سرحدي امنیت په مسئلې کې ورسره همکاري وکړي او «د طالبانو د غیر معمول حکومت سره د خبرو زمینه» برابره کړي.

نوموړي وویل: «د منځنۍ اسیا حکومتونه، متحده ایالتونه او نور شریکان کولای شي چې د داعش د مشترک تهدید په اړه د ګډ کار پر څرنګوالي له طالبانو سره خبرې وکړي. »

د طالبانو له راتګ وروسته د داعش-خراسان ډلې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسئولیت منلی دی. همدغه راز، دغې ډلې ادعا کړې ده چې له افغانستان څخه یې په اوزبیکستان او تاجیکستان راکټونه توغولي دي.

د اوزبیکستان حکومت وویل چې له افغان خاورې څخه پرې پنځه توغندي توغول شوي چې تلفات نلري.

د امریکا غږ اوزبیک څانګې د دغه راپور په جوړولو کې همکاري کړې ده.

XS
SM
MD
LG