د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: دوحه کې طالبانو سره په اقتصادي ثبات او د ښوونځیو په خلاصیدو هم بحث کیږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي توماس وسټ په مشري هیئت د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره ویني.

وروسته له هغه چې طالبانو د مارچ میاشتې په ۲۳ نیټه په افغانستان کې د نجونو لپاره د متوسطه او عالي لیسو د بندیدو پریکړه وکړه، دا به د دواړو لورو ترمنځ لومړۍ مخامخ غونډه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي دي چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې، اقتصادي ثبات، بشري حقونو، له خطر سره د مخ کسانو په خوندي وتلو او د نجونو د ښوونځیو د وتلو په ګډون په افغانستان کې پر خپلو علایقو تمرکز لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې چارواکي زیاته کړه چې دا هدفونه د "انزوا په سیاست" سره نشي‌ ترلاسه کیدای " خو دغو تعاملاتو ته باید طالبانو او یا هم د هغوی حکومت ته د مشروعیت ورکولو په توګه ونه ګڼل شي."

دغه امریکایي پلاوی به همدارنګه د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستو په څرنګوالي هم بحث او خبري اتري وکړي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره کابو ۵۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، قطر ته د امریکا په تللي پلاوي‌ کې د نړیوالې پراختیا لپاره د متحدو ایالتونو د ادارې مرستیاله ماریا لونګي او د امریکا د مالیې وزارت د جنرال قنسول مرستیال ادار لیو هم ګډون لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یې یو پلاوی له امریکايي استازو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ.

د طالبانو د بهرنیو چار وزارت د چهارشنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) په یوې اعلامیې کې وویل چې په دغه پلاوي کې د افغانستان بانک او مالیې وزارت مسؤلین هم شامل دي.

دغه وزارت زیاته کړې:" په دې غونډه کي به د سیاسي موضوعاتو سربېره پر اقتصادي او بانکي برخه باندي ډیر تمرکز وشي." امریکايي چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پست د سه شنبې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ اومه) خبر ورکړی چې د متحدو ایالتونو حکومت د طالبانو له رهبري سره په داسې یوې طرحه کار کوي چې له مخې یې افغانستان خپلو کنګل شویو پیسو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغې امریکایۍ ورځپاڼې دا خبر له موضوع څخه د دریو باخبره امریکایي چارواکو په قول خپور کړی او هدف یې په افغانستان کې شدید کړکیچ او لوږې ته رسیدګي ښودلې ده. خو د راپور پر اساس د طالبانو حکومت به پر دغو پیسو کنټرول ونلري.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته، متحدو ایالتونو په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان بانک اوه میلیارده ډالر ګڼل کړل.

XS
SM
MD
LG