د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن له زرداري سره د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبري وکړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې انتوني بلینکن نن چهار شنبې جولای شپږمه (چنګاښ ۱۷) د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوتو زرداري سره په ټلفون خبري کړي دي.

متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یوې اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي بلینکن په دې ټلفوني اړیکه کې په افغانستان کې د بشري کړکیچ د کمیدو په هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ په همغږیو بحث کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي بلینکن دوه میاشتې مخکې هم د افغانستان د وضعیت په اړه له خپل پاکستاني سیال سره خبري کړې وې.

د بلاول بوتو زرداري په ګډون پاکستاني چارواکو له دې وړاندې له متحدو ایالتونو غوښتي دي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزاده کړي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د جرمني له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې د طالبانو پر حکومت د بندیزونو د کمیدو تر څنګ وویل چې اقتصادي انزوا افغانستان د اقتصادي سقوط په طرف بیایي.

پاکستاني‌ چارواکي په داسې افغان طالبانو ته خپله پاملرنه زیاته کړې ده چې یاده ډله د اسلام آباد او پاکستاني‌ طالبانو تر منځ د اوربند په رامنځ ته کیدو کې مهمه ونډه لري.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د امریکا په ګډون یو شمیر هیوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړې او د یاد هیواد شتمنۍ یې کنګل کړې چې له مخې یې افغانستان له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ شو.

سره له دې چې طالبان امریکا د افغانستان په اقتصادي کړکیچ کې ملامته ګڼي خو امریکایي چارواکي وایي د یاد هیواد د خلکو په وړاندې د طالبانو کړنه ددې لامل شوې چې د افغانستان شتمنۍ کنګل پاتې شي او پر یادې ډلې بندیزونه دوام پیدا کړي.

د افغان میرمنو او بشري حقونو په چارو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي"هغه بندیزونه او محدودیتونه چې پر طالبانو وضع شوي وو، د طالبانو د پالیسیو او کړنو له امله پر ځای پاتې دي."

خو له دې ټولو سره سره د امریکا په ګډون د نړۍ هیوادونو له افغانانو سره د بشري مرستو بهیر جاري ساتلی دی.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي‌ چې د اقلیتونو، میرمنو او نجونو په ګډون د افغانستان د خلکو حقونو ته درناوي وکړي او میرمنو او نجونو ته د کار او تعلیم زمینه مساعده کړي. خو طالبانو په یو شمیر سکټورونو کې لږ شمیر ښځو ته د کار اجازه ورکړی او د نجونو د منځنیو او عالیسې لیسو دروازې تړلي پاتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیانه کې راغلي چې ښاغلي بلینکن له خپل پاکستاني سیال سره د واشنګټن او اسلام آباد د اړیکو د ښه والي په اړه هم خبري کړي ، هغه اړیکې چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د صدارت پرمهال ترینګلي‌ شوې وې.

XS
SM
MD
LG