د لاس رسي وړ اتصالات

له فشارونو سره سره، د بریټانیا صدراعظم وایي له خپل مقام څخه نه ګوښه کیږي


د چارواکو د فشارونو او د روغتیا او مالیې وزیرانو په ګدون د څه باندې ۴۰ جګپوړو دولتي چارواکو له استعفا سره سره، د بریټانیا صدراعظم وایي له خپل مقام څخه نه ګوښه کیږي.

بوریس جانسن د جولای شپږمه (چنګاښ ۱۷) د خپلو جګپوړو وزیرانو د فشارونو او د هم ګوندیانو د مخالفتونو پرمهال وویل چې د هغه د ګوښه کیدو لپاره به د هر ډول درواغو په وړاندې مبارزه وکړي.

د بریټانیا د پارلمان ګن شمیر غړو تر دې وړاندې ویلي و چې ټاکل شوې بوریس جانسن خپله استعفا اعلان کړي.

د انګلستان او ویلز لویې څارنوالې سویلا براورمن هم له ښاغلي جانسن څخه غوښتي دي چې له خپلې دندې استعفا ورکړي. هغه د کابینې لومړۍ وزیره ده چې وایي د جانسن د ځای ناستې د ټاکل کیدو لپاره به د خپل ګوند په سیالیو کې ګډون وکړي.

ښاغلی جانسن په خپل دفتر کې د کرونا ویروس د قرنطین مقرراتو ته د بې پامۍ، د خصوصي میلمستیاوو او د استازو په مجلس کې له یو ناظر سره د ناسم چلند له امله له ګڼو نیوکو سره مخ شوی دی.

ښاغلي جانسن د قرنطین پرمهال د میلمستیاوو د جوړید له امله چې د پولیسو له خوا جریمه هم شو، تر ګڼو نیوکو وروسته بښنه هم وغوښتنه.

جانسن ویلي دا به مسولانه نه وي چې د ګرانۍ د کړکیچ او په اروپا کې د جګړې په منځ کې خپله دنده پریږدي. نوموړی له روسیې سره د اوکراین په جګړه کې د کیف یو ملاتړی دی.

خو هغه دا ندي ویلي که حتی د خپلو هم ګوندي قانون جوړونکو له خوا د عدم اعتماد له رایي سره مخ شوي، خپلې وظیفې ته به دوام ورکړي.

د حاکم محافظه کار ګوند غړی به راتلونکې اوونۍ د یاد ګوند د مقرراتو د بدلون په اړه پریکړه وکړي. هغه مقررات چې له مخې یې اوسمهال په کال کې یوازې یوځل کیدای شي د برحال صدراعظم په اړه رای ګیري وشي.

تیر ځل ښاغلی جانسن په ډیر کم تفاوت سره د عدم اعتماد له رای ګیرۍ څخه بریالی واووت.

خو له دې سره سره د ښاغلي جانسن د کابینې یو شمیر غړو ویلي دي‌ چې د هغه ملاتړ به وکړي.

د بریټانیا د فرهنګ وزیر ناداین دوریز ویلي چې هغه او ټوله کابینه به په پریکنده ډول دبوریس جانسن ملاتړ وکړي.

جانسن کابو درې کاله مخکې واک ته ورسید او ژمنه یې وکړه چې له اروپايي ټولنې څخه به د بریټانیا وتل تکمیل کړي او له هغه وضعیت څخه به خپل هیواد وباسي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریټانیا د وتلو په اړه د ۲۰۱۶ کال د ټولپوښتنې وروسته رامنځ ته شوی وو.

سره له دې چې د ښاغلي‌ جانسن عام پلویان وایي اوسنی کړکیچ به د نوموړي په ګوښه کیدو سره هوار شي خو د بریټانیا د صدراعظم ویاند ویلي دي هغه ډاډمن دی چې یوځل بیا به د پارلمان باور ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG