د لاس رسي وړ اتصالات

جي ۷: پر اوکراین به د روسیې برید ناوړه عواقب او لوړ قیمت ولري


د نړۍ د اوو بډای هیوادونو یا جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۱) وویل که روسیه پر اوکراین نظامي برید وکړي د مسکو دا کار به ناوړه عواقب او لوړ قیمت ولري.

د جي۷ د بهرنیو چارو وزیرانو د انګلستان په لیورپول کې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، هغوی د روسیې په وړاندې له اوکراین سره ولاړ دي.

د جي۷ د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازي په دې اعلامیه کې له روسیې غوښتي ‌دي چې تاوتریخوالي کم کړي، دیپلوماتیکې لارې تعقیب کړي او د نظامي فعالیتونو د شفافیت په برخه کې خپلو نړیوالو تعهداتو ته ژمن ووسي.

په اعلامیه کې ویل شوي:"موږ د جي ۷ د بهرنیو چارو وزیران، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریټانیا او د امریکا متحده ایالات او د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د کمیټې استازی د اوکراین په وړاندې د روسیې د نظامي تحرکاتو او تندې لهجې د غندلو‌په په برخه ک یو موټي یو."

اعلامیې زیاته کړې، د سرحداتو د بدلیدو لپاره د قوت کارول په شدیده توګه د نړیوالو قوانینو له مخې منع دی.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز تراس نن یکشنبه وویل چې د نړۍ اوه شتمن هیوادونه د اوکراین په وړاندې د روسیې د هر ډول تیري په وړاندې متحد دي.

میرمن تراس چې په یوې خبري غونډه کې خبري کولې د چین د اجباري اقتصادي سیاستونو په اړه هم اندیښنه وښوده او ویې ویل چې بریټانیا او د جي اوه هیوادونه غواړي له دې سیاستونو سره مبارزه وکړي.

د جي اوه په غونډه کې د اروپاي ټولنې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر استازي جوزف بوریل وویل له اوکراین سره په پوله کې د روسیې پوځي تحرکات د اندیښنې وړ دي.

ښاغلي بوریل وویل:‌" تر ټولو لوی مشکل د اروپا په ختیځ سرحد اوکراین کې دی چیرې چې روسیې خپل پوځیان راغونډ کړي دي. دا یو تهدید ښکاره کوي او نن موږ او تاسو ټولو تائید کړه چې د اوکراین سره د ملاتړ په برخه کې یو موټي دریږو او د هغوی له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ملاتړ کوو."

د جمهور رئیس جوبایډن موقف

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د ډسمبر په ۱۱ وویل چې اوکراین ته د پوځيانو پر استولو هیڅ وخت غور ندی شوی.

خو ښاغلي بایډن وویل جمهور رئیس پوتین ته یې دا په بشپړه توګه روښانه کړې که د اوکراین په وړاندې اقدام وکړي، نو د هغه هیواد د اقتصاد لپاره به یې اقتصادي عواقب ډیر ناوړه وي.

امریکا او د ناټو غړي هیوادونه د اوکراین پولې ته نږدې د روسي ځواکونو او وسلو په ځای پرځای کیدو‌ اندیښمن دي او وایي دا ممکن د یرغل د پیل لپاره وي.

خو دوی خبرداری ورکوي که دا کار وشي د روسیې پر اقتصاد به سخت بندیزونه ولګوي.‌

اوکراین اټکل کړی چې د روسیې شاوخوا سل زره پوځيان ددې هیواد پولې ته نږدې ځای پرځای شوي‌ دي.

خو روسیه وایي پر اوکراین برید نه کوي او تور یې پورې کړی چې لودیځ په تور سمندرګي کې د پوځي تمرینونو په کولو پارونکي اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG