د لاس رسي وړ اتصالات

مقامات: د روسیې په بریدونو کې د اوکراین په دویم لوی ښار کې درې تنه وژل شوي 


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

په کیف کې چارواکي وايي چې روسیې د اوکراین په دویم لوی ښار خارکیف کې بریدونو ته زور ورکړی دی او د توغندیو په یو برید کې یې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.

د سیمې والي اولیه سینهوبوف نن دوشنبه جون ۱۱ (چنګاښ ۲۰) وویل چې د روسیې د توپونو، توغندیو او ټانګونو په تازه بریدونو کې په خارکیف کې ۳۱ تنه نور ژوبل شوي هم دي.

د اوکراین د جمهور رئیس دفتر وايي چې د روسیې په بریدونو کې د ولسي خلکو استوګنې په نښه شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې مقاماتو د شنبې د برید له ساحې څخه د ۱۹ کسانو مړي له کنډوالو څخه را واېستل.

د چاسیف یار په ښار کې د ژغورنې عملې د شنبې په برید کې د یوې پنځه پوړیزې ورانې شوې ودانۍ څخه دوه زخمیان هم راوایستل. په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوې چې ښودل کېږي یو کس له کنډوالو څخه را اېستل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې په چارسیف باندې برید د روسیې د هغه پلان یوه برخه ده چې غواړي د دونباس ټوله صنعتي سیمه ونیسي.

د دې سیمې ځینې برخې له ۲۰۱۴ راهېسې د روسیې له ملاتړه برخمن بیلتون غوښتونکو له لوري کنترولېږي. کارپوهان وايي روسیې د ډېرو سیمو دنیولو لپاره بریدونه زیات کړي ‌دي.

په سیمه کې اوکرایني چارواکي وايي د ولسي خلکو کورونه او ځایونه په نښه شوي‌ دي، خو مسکو دا خبره نه مني چې ځواکونه یې ولسي خلک او ځایونه په نښه کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل چې له شنبې راهېسې روسیې ۳۴ هوايي بریدونه کړي‌ دي. د هغه د دفتر مشر اندری یرماک ویلي دي چې مسکو دې د ولسي خلکو د استوګنو د بمبارولو له کبله ترهګر پالونکی دولت وپېژندل شي.

عیني‌ شاهدانو هم په ولسي‌ سیمو باندې د روسیې د بمباریو کیسې کوي. ځینو عیني شاهدانو ویلي دي‌ ویده وو چې توغندي یې په کورونو ولګېدل.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پيل کړی دی. امریکا او متحدینو یې دا برید غندلی، په روسیې یې کلک اقتصادي‌ بندیزونه لګولي او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړي دي چې د روسیې په مقابل کې دا جګړه وګټي.

ملګري ملتونه وايي څه باندې شپږ میلیون اوکراینان په دغه جګړې کې بېځایه شوي او کډوال شوي‌ دي. اوکرایني مقامات وايي زرګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG