په کنړ کې د معتادینو د درملنې د یوه روغتون د ځمکې مالک چې اوس یې په ځمکه جوړ دا روغتون په ټپه ولاړ دی د طالبانو د حکومت د معتادینو د درملنې په طریقو نیوکې کوي او په طالبانو غږ کوي، چې معتادین علاج ته اړتیا لري، نه دا چې په محبس کې زنداني کړای شي.
جان محمد د کنړ په مرکز اسعد اباد کې خپله ځمکه له نورو وروڼو سره یوځای د تیرو حکومتونو په مهال د معتادینو درملنې لپاره وقف کړې وه چې پکې د کنړ په کچه د معتادینو د درملنې روغتون جوړ شوی دی خو اوس د طالبانو له راتګ سره دا روغتون بند شوی او معتادین پکې تر درملنې لاندې نشته.
جان محمد چې اوس په همدې روغتون کې خپله څوکیدار هم دی وايي، چې طالبان د هیڅ چا نه مني.
هغه امریکا غږ ته وویل: ” اوس چې دا خلک دا زمونږ وروڼه راغلي دي. هیڅ شی نشته. نه معاش شته. نه د معتادینو مني. نه د څوکیدارانو مني“.
جان محمد وايي، دا لس میاشتې پوره کېږي، چې دوی ته معاش ندی ورکړل شوی او له روغتون سره هم هیڅ ډول مرسته نده شوې.
د نوموړي په خبره چې پخواني حکومت کې يې امکانات ښه وو، خو اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دی او ان له دوکاندارانو په پور سوداوې کوي.
جان محمد وايي، روغتون ته د ځمکې په ورکړه هم پښېمانه دی ځکه په ويناء یې د ثواب په نیت یې ځمکه روغتون ته وقف کړې وه چې په نشه يې توکو روږدي کسان به پکې درمل کېږي خو اوس همداسې بند پاتې دی.
د هغه په خبره، معتادین درملنې ته اړتیا لري او د ټولنې خلک باید زړه پرې ودردوي او د درملنې لپاره يې باید هڅې وکړي.