د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې کابو ۱۰۰۰ کډوال اسپانیا ته د رسیدو په لار مړه شوي – راپور


د اسپانیا په سرحد کې یو شمیر نیول شوي غیر قانوني کډوال
د اسپانیا په سرحد کې یو شمیر نیول شوي غیر قانوني کډوال

د کډوالو د حقونو یوې ډلې نن چهار شنبې جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) راپور ورکړ چې د ۲۰۲۲ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې حد اقل ۹۷۸ هغه کډوال چې غوښتل یې د سمندر له لارې اسپانیا ته ولاړ، شي یا تري تم شوي او یا هم مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کامندیونو فرانتیرس سازمان د معلوماتو له مخې، د تیر کال په لومړیو شپږو میاشتو د هغو کډوالو شمیر چې اسپانیا ته د تګ په لار وژل شوي وو، ۲۰۰۰ تنه وو.

دا نا دولتي‌ اسپانوي سازمان د هغو بیړیو معلومات تعقیبوي چې د خطر په وخت کې د مرستې غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له اسپانیا سره د مراکش د دیپلوماتیکو اړیکو تر ښه کیدو او د هغه هیواد له خوا د کډوالو د مخنیوي تر هڅو وروسته، د هغو کډوالو شمیر کم شوی چې غواړي اسپانیا ته ولاړ شي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ میلادي کال په جریان کې چې د کډوالو لپاره یو خونړی کال وو، اسپانیا ته د رسیدو په لار څه باندې ۴۰۰۰ کډوال یا وژل شوي او یا هم تری تم شوي دي.

اکثریت دغه کډوال د موریتانیا په ګډون له افریقایي هیوادونو څخه اسپانیا ته په لار وو.

اسپانیا د ډیر وخت راهیسې اروپا ته داخلیدو او د یو ښه ژوند د جوړلو لپاره اکثریت کډوالو ته د لومړۍ نقطې په توګه ګڼل کیږي.

د اسپانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د روان میلادي‌ کال په دویمه ربع کې هغه کډوال چې د یاد هیواد سواحلو ته رسیدلي دي د روان کال د لومړۍ ربعې په نسبت ۳۵ سلنه کم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، په زرګونه افغانان له خپل هیواد څخه وتلي او یو شمیر یې اروپا ته د رسیدو او د ښه ژوند د جوړولو لپاره د ایران او ترکیې له ستونزمنو لارو څخه د تیریدو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG