د لاس رسي وړ اتصالات

یونان د موریا کمپ مهاجر موقتي کمپونو ته انتقالوي


د موریا په کمپ کې د اور لګیدو نه وروسته مهاجرین د سړک په غاړه ویده دي.
د موریا په کمپ کې د اور لګیدو نه وروسته مهاجرین د سړک په غاړه ویده دي.

د یونان د لیس بوس په ټاپو کې چارواکي کوښښ کوي د موریا کمپ هغه شاوخوا ۱۲۵۰۰ مهاجر او پنا غوښتونکي موقتي کمپونو ته انتقال کړي چې تیره اونۍ پکې اور ولګیده او ټول کمپ وسوځیده.

چارواکو تر اوسه یوازې ۳۰۰ مهاجر او پنا غوښتونکي موقتي کمپونو ته انتقال کړي او زرګونه نور بې سر پنا پاتې دي.

د اکثریت مهاجرینو سره واړه ماشومان، خیمې او په په پلاستیکي کڅوړو کې شخصي لوازم وو چې د موریا په کمپ کې د اور لګیدو نه وروسته یې د ځان سره وړي دي.

تر اوسه هم د موریا په کمپ کې د اور لګیدو اصلي دلیل ندی معلوم، خو یو شمیر چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې ممکن دا اور پنا غوښتونکو لګولی وي ځکه هغوي پدې کمپ کې د ۳۵ کسانو د کرونا په ویروس د اخته کیدو نه وروسته د کمپ په قرنطین کیدو په غصه شوي و.

د لیس بوس د ټاپو مسؤلین وایي چې اکثریت مهاجرین او پنا غوښتونکي د ټاپو په لارو کوڅو کې شپې او ورځې تیروي او نه غواړي چې موقتي کمپونو ته ولاړ شي. ځینو نورو یې بیا ځانونه پټ کړي ځکه هغوي پدې باور دي چې په همدې لارې کولی شي ځانونه د یونان مرکزي برخو ته ورسوي او د هغه ځای نه د اروپا کوم بل هیواد ته ولاړ شي.

زرګونو پنا غوښتونکو د شنبې په ورځ د لیس بوس د ټاپو په لارو کوڅو کې مظاهرې وکړې او غوښتل یې چې د موقتي کمپونو د انتقالولو پر ځای، پناه غوښتوونکو تهاجازه ورکړل شي چې نورو اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي.

د مظاهرې مشري ځوانانو او ماشومانو کوله او تر ډیره حده سوله ایزه وه. خو کله چې مظاهره چیانو غوښتل د پولیسو محاصره ماته کړي، پولیسو د هغوي د خپرولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز وکاروه.

د موریا کمپ په لومړي سر کې یوازې د ۲۳۰۰ پنا غوښتونکو لپاره جوړ شوی و خو اوس پکې شاوخوا ۱۲۵۰۰ پنا غوښتونکي او مهاجر دیره وو چې ملګرو ملتونو پکې د مهاجرینو د ناوړه وضعیت په اړه څو ځله شکایتونه کړي و.

XS
SM
MD
LG