د لاس رسي وړ اتصالات

له هیواد څخه د افغانانو د وتلو هڅې؛ له ایران سره په پولې څه تېريږي؟


ایران هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته ستنوي
ایران هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته ستنوي

د ناروې د کډوالو د شورا د معلوماتو پر بنسټ په تېرو دریو میاشتو کې له ۳۰۰ زرو څخه زیات کسان په غیر قانوني توګه ایران ته اوښتي دي.

ایران ته د اوښتونکو افغانانو شمیر اوس په ورځ کی له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې رسیږي.

هرڅوک چې د تیریدو هڅه کوي یو دلیل لري. شل کلن نایب چې یوه شپه یې له هرات څخه بهر د ایران پولې ته څیرمه په یوې لېرې سیمه کې دخپلو مهاجرو ملګرو له یوې ډلې سره یو ځای تیره کړې وایي چې "دلته هیڅ هم نشته، کار نشته او زموږ کورنۍ وږې دي".

هغه او وروڼه یې غواړي چې د شپې په تیاره کې د یوه «قاچاقبر» په مرسته د پولې نه چې سخت محافظت یی کیږي، ایران ته واوړي.

په هرات کې یوه مېرمن چې له دوو لسیزو راهېسې له افغانستان څخه خلک ایران ته په ناقانونه توګه اړوي، وایي چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې په اونۍ کې ۵۰ یا ۶۰ کسان ایران ته رسول چې اکثر یې نارینه وو.

د اګست د میاشتې راهیسې، هغه اوس د ښځو او ماشومانو په ګډون په اونۍ کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ایران ته تیروي. هغه د هر کس په سر شاوخوا ۴۰۰ ډالره اخلي خو د تګ نه مخکې یوازی د ۱۶ دالرو غوښتنه کوي او پاتې یی هغه وخت تر لاسه کوي چی مهاجر په ایران کی د کار موندلو نه وروسته پیسې تر لاسه کړي.

په هرات کې د پیسو دا ډول معامله دود ده. دا یوه نښه ده چې مهاجرین زبات دي او قاچاقبران هم یو څه خطر مني چې ځینې یې ښایي د پیسو د پرې کولو توان ونلري.

د افغانستان له لوېدیځ هرات ښار څخه هره ورځ ګڼ بسونه تګ راتګ کوي، چې سلګونه کسان پولې ته انتقالوي.

هلته دوی تر کښته کیدو وروسته د خپلو قاچاقبرانو سره تماس نیسي او کله په ورځو انتظار باسي. کله ناکله په پیکپ موټرو کې، چې ګڼه ګوڼه پکې وي، سپاره شي چې د کنډوالو نه تیریږي او کله ناکله هم په تیارې کې په غرونو لاره وهي او پدې ترڅ کی باید ځانونه د سرحدي ساتونکو او غلو نه هم وساتي.

کله چی ایران ته ورسیدل اکثر هلته په ایران کی د کار لپاره پاتې شي. خو یو کم شمیر دا هیله لري چې له دې لارې ترکیې او اروپا ته ولاړ شي.

اروپایی اتحادیه اوس په داسې حال کې خپلو ساحلي پولو ته د افغانانو د احتمالي څپو د راتګ دپاره د مخنیوي لازم يچمتووالی نیسي. د اروپايي اتحادیې هیوادونه نیت او هوډ لري چې په عمومي ډول د دې مهاجرینو لاری اروپا ته د ورتګ دپاره بندې کړي.

د نومبر له ۲۱مې را دې خوا د اروپايي ټولنې د مهاجرت د اوونيز رپوټ له مخې، اروپايي ټولنې ته د افغانانو د ورتللو کچه "تر ډېره باثباته پاتې ده". په راپور کې راغلي چې یو شمېر افغانان چې د نومبر په میاشت کې له ترکیې څخه ایټالیا ته رسیدلي چارواکو ته یې ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له خپل هېواد څخه تښتېدلي دي.

خو د راتلونکو خلکو یوه مهمه برخه احتمال لري په ایران کې پاتې شي. ایران هڅه کوي چې خپلې پولې یې پر مخ په بشپړه توګه وتړي.

ایران لا دمخه د دریو میلیون څخه زیاتو افغانانو کوربه دی چې د تیرو لسیزو ناکراریو په جریان کې له خپل هیواد څخه هلته تللي دي. ایران د افغانانو د بیرته ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې او هره اونۍ ۲۰ زره یا ۳۰ زره افغانان له خپل هیواد څخه شړي.

XS
SM
MD
LG