د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې


د افغانستان د خبریالانو مرکز په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یاد مرکز د شنبې به ورځ جولای ۲۳ (زمري لومړۍ) د ناڅرګندو کسانو لخوا په ننګرهار ولایت کې د دوست په نوم راډیو د خبریالې سلګۍ احساس «وهلو ټکولو او ګواښلو» ته په غبرګون کې ویلي چې دا کار په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ښيي.

د دغه مرکز د معلوماتو په اساس اغلې احساس د تیرې چهارشنبې په ورځ د سره رود ولسوالۍ په «موی مبارک» سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو لخوا «وهل شوې او ګواښل شوې» او وروسته د خلکو په مرسته روغتونو ته انتقال شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې سلګۍ احساس له دې راډیو سره هم مهاله د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په یو روغتون کې د قابلې په توګه هم کار کاوه.

هغه له روغتون څخه کور ته د ستنېدو پر مهال د ناڅرګندو کسانو له برید سره مخ شوې ده.

که څه هم تر دا مهاله هیڅ یوې ډلې پر نومړې د برید مسؤلیت نه دی منلی، خو مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې پر اغلې احساس د طالبانو کسانو لخوا برید شوی دی.

خو په ننګرهار ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر یادې خبریالې برید «شخصي موضوع» وبلله او ویې ویل چې دوی په دغه پېښه کې لاس نلري.

سلګۍ احساس په یوې ویډیو کې چې تیره شپه د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر فیسبوک پاڼه خپره شوې، پر نوموړې د برید په اړه وضاحت ورکړی دی او ویلي دي چې دغه پېښه د ناڅرګندو وسله والو کسانو لخوا رامنځته شوې ده او په خبره یې طالبانو د دغه کسانو د نیولو هڅې پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت د دوست راډیو مسؤل مدیر سهار سیرت صافی د طالبانو د استخباراتو لخوا په کابل کې نیول شوی و. د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو په اساس ښاغلی صافی تر ۲۸ ورځو بند وروسته د طالبانو له بند څخه ازاد شو.

XS
SM
MD
LG