د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو سیاسي مخالفینو سره د ویسټ لیدنه؛ په سیاسي مشارکت د افغانانو ټینګار


د افغانستان په چارو کي د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي په ترکیه کې یې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر پخوانیو غړو، د پخواني حکومت ځینو وزیرانو، ښځینه فعالانو او افغان خبریالانو سره لیدلي دي.

ښاغلي ویسټ د دوشنبې په ورځ ناوخته مۍ ۳۱ (غبرګولې نهمه) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغه ملاقات هدف د افغانستان د راتلونکې په اړه د افغانانو د نظرونو اورېدل وو.

نوموړي زیاته کړې هغه افغانان چې ده ورسره لیدلي ټولو په افغانستان کې په سیاسي مشارکت ټینګار کړی دی.

د افغانستان په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ویلي: "هغه څه چې ما د اوونۍ په وروستیو کې له افغان رهبرانو څخه واورېدل، په دې باور دي چې تاوتریخوالی د افغانستان د خلکو لپاره ښه لاره نه ده، دوی په سیاسي مشارکت کې ګډېدو او یو ځای کېدو ته خوښ او لېواله دي، خو بدبختانه چې ډېر ناهیلې یو چې داسې یو بهیر جریان نلري."

هغه ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقوقو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخو محدودیتونو په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې هم واورېدل شوې. نوموړي ټینګار کړی چې نجونو ته باید د زده کړو د اجازه ورکړل شي او نړیواله ټولنه باید د ټولو افغانانو په مشوره خپله تګلاره غوره کړي.

ښاغلي ویسټ ویلي چې په دغه لیدنو کې د افغانستان د بانکدارۍ سیستم په اړه هم خبرې شوي چې د افغانستان بانکونه باید له ناکامۍ څخه وژغورل شي.

پر همدې مهال د افغانستان خلکو د (وحدت اسلامي ګوند) مشر او په سیاسي او امنیتي چارو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار حاجي محمد محقق هم پر خپل رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې ښاغلي ویسټ په ترکیه کې له مېشتو افغانانو سره د افغانستان راتلونکې په اړه خبرې کړي دي.

هغه زیاته کړې: "په دې لیدنه کې د افغانستان اړوندو مسائلو او د افغانستان د کړکېچونو شرایطو په اړه نظرونه تبادله شول او د یو ټول شموله ادارې له رسېدو مخکې د افغانانو لاسته راوړونو او حقوقو په اړه خبرو اترو او سیاسي هوکړې باندې ټینګار وشو."

دا په داسې حال کې ده چې توماس ویسټ روانه اونۍ په اوزبیکستان کې هم د افغانستان د پارلمان له یو پخواني غړي، یو خبریال او ځینو نورو افغانانو او اوزبیک مقاماتو سره لیدنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي‌ وې.

نوموړي ویلي و چې د دغو خبرو اصلي هدف دا و چې له افغانانو واوري چې هغوی څه غواړي هېواد یې په کوم لوري ولاړ شي.

د افغانستان په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویست همدارنګه لیکلي و چې افغانانو اندېښنه لرله چې ښځې او لوڼې یې د خپل لومړنیو حقوقو زده کړو، ازاد تګ راتګ او کار څخه محرومې کیږي. هغه لیکلي دي چې افغانانو ورته ویلي دي چې د دایمي سولې لپاره بیا پخلاینه ضروري‌ده او هغوی د داسې "یو سیاسي بهیر هیله لري چې افغانان په کې شامل وي".

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ګڼ شمېر پخواني چارواکي، د سیاسي حزبونو مشران او د طالبانو سیاسي مخالفین له هیواد څخه ووتل.

XS
SM
MD
LG