د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: طالبان دې د افغان خبریالانو نیول او بندي کول بند کړي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) يو ځل بیا په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یوناما نن چهارشنبه جون لومړۍ (غبرګولې ۱۱) په یو پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړئ چې د رسنیو ټول نیول شوي کار کوونکي خوشي کړي او د مطبوعاتو په وړاندې د سخت دریځۍ اقدامات پای ته ورسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ زیاته کړې: "په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او ځورونه دوام لري. یوناما یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوي چې د رسنیو ټول نیول شوي کارکوونکي خوشې کړي او د خبریالانو او مطبوعاتو پر وړاندې د خپلسرو توقیفونو او ګواښونو په ګډون سخت دریځي اقدامات پای ته ورسوي."

یوناما پر داسې مهال د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه ښودلې چې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د خبریال رومان کریمي او د هغه د موټر چلوونکي د وهل ټکول کېدو او نیول کېدو په اړه څېړنې وکړي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ویلي چې د تیرې یکشنبې په ورځ په کابل ښار کې د ښځو د لاریون پرمهال د سلام وطندار راډیو خبریالا روان کریمي او موټر چلوونکی یې د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوي او د هغوی د ثبت تخنیکي وسائل یې هم چیک کړي دي.

یاد سازمان د دغو خبریالانو له قوله ویلي چې طالبانو هغوی تر اووه ساعته بند وروسته پدې شرط خوشي کړي چې تر دې وروسته به د لاریونونو او نورو ورته پېښو خبري پوښښ نه کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې همدارنګه ویلي چې طالبانو د مۍ ۲۴مه په پکتیا ولایت کې د (پکتیا غږ) راډیو مدیر مسؤل جمال الدین دلدار هم پخپل دفتر کې نیولی او له ځان سره یې بیولی دی. د نوموړي ورور دغه سازمان ته ویلي چې د لدار تر نیول کېدو وروسته د دغه راډیو خپرونې هم بندې شوي دي.

یاد سازمان ویلي چې په همدې ورځ په دایکندي ولایت کې د افتاب راډیو پخوانی مالک او مدیر مسؤل میرزا حسني په هرات ولایت کې د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوی دی. یوه ځايي خبریال د نوم نه ښودلو په شرط د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته ویلي چې میرزا حسیني د طالبانو خلاف مقاومت جبهې سره د خبریالۍ کار کولو په تور نیول شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د اسیا برخې همغږي کوونکي سټیون بټلر هم پر طالبانو غږ کړئ چې د پکتیا غږ راډیو مدیر مسؤل جمال الدین دلدار او په دایکندي کې د افتاب راډیو پخوانی مدیر مسؤل میرزا حسیني ژر تر ژره خوشي کړي او د خبریال رومان کریمي او د هغه د موټر چلوونکي د نیول کېدو په اړه څېړنې وکړي.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو د خپل سرو نیونو زیاتوالی په دغه هیواد کې د مطبوعاتو ازادۍ د وضعیت خرابېدو نښه ده. دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ په کابل کې د علي اکبر خیرخوا په نوم د یو سیمه ییز خبریال د لادرکه کېدو خبر هم ورکړل شو.

د بې پولي خبریالانو نړیوال سازمان د مې ۲۷ (غبرګولې شپږمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې د علي اکبر خیرخواه په نوم د "صبح کابل" ورځپاڼې خبریال د مې میاشتې له ۲۵ نېټې څخه په کابل کې لادرکه شوی دی.

یاد سازمان پر طالبانو غږ کړی چې ددغه خبریال په پيدا کولو هڅې وکړي او په دې برخه کې تحقیقات تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د خبریالانو د ملاتړ ټولنو یو ځل په کابل او ځینو ولایتونو کې د طالبانو حکومت لخوا د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتي په اړه اندېښنې ښودلي دي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله له خبریالانو سره د زور زیاتي او نیول کېدو په اړه د یوناما د تازه اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG