د لاس رسي وړ اتصالات

د نژادي تبعیض او تعصب ادعاوې؛ د سکاتلنډ کرکټ بورډ استعفا وکړه


په تېر شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان سکاتلنډ ته ماتې ورکړه
په تېر شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان سکاتلنډ ته ماتې ورکړه

د سکاتلنډ په کرکټ بورډ کې له لوبغاړو او نورو سره د نژادي تبعیض او تعصب په اړه د یوې ارزونې له موندلو وروسته د دغه هېواد د کرکټ بورډ غړیو استعفا کړې ده.

یوې خپلواکې ارزنې د سکاتلنډ په کرکټ کې د نژادي تبعیض د ادعاو له څېړلو وروسته وموندله چې د دغه هېواد د کرکټ اداره او مشرتابه «په اساسي ډول نژاد پرست» دي او نژادي تبعیض یې کړی دی.

د «د سکاتلنډ د سپورټ لپاره د بیدارۍ غږ» په نامه راپور کې د اساسي نژادي تبعیض ۴۴۸ پېښې موندل شوې دي. تېر کال د سکاتلنډ د کرکټ مسلمان لوبغاړي ماجد حق او د لوبډلې پخواني غړي قاسم شیخ وویل چې دوی په لوبډلې او ادارې کې له نژادي تبعیض سره مخامخ دي او له دې پلوه کړیږي.

د سکاتلنډ د ورزش ادارې د دغو ادعاو د اروزلو لپاره یوه کمېټه وټاکله، دوی د سکاتلنډ په کرکت کې په همدې مسئلې یوه سروې وکړه چې په کې د ګډونوالو هویت پټ ساتل شوی و.

په دې سروې کې ۶۲ سلنه ګډونوالو ویلي دي چې دوی نژاد پالنه، نژادي توپیر، تبعیض او عدم مساوات یا تجربه کړي، یا یې لیدلي او یا یې په اړه راپورونه ترلاسه کړي دي.

په دوی کې سپکه او بده ژبه کارول، په عامه ښوونځیو کې سپين پوستو ماشومانو ته د نورو نژادونو په ماشومانو باندې لومړیتوب ورکول او په انتخاب او غوراوي کې د عدم شفافیت تورونه شامل دي.

د «Plan4Sport» مشورتي اداري دا تحقیق کړی چې د اساسي نژادي تبعیض په برخه کې د سکاتلنډ کرکټ له ۳۱ نومرو څخه ۲۹ وړي دي؛ یا په دې برخه کې چې کوم شرایط ټاکل شوي، د سکاتلنډ کرکټ په ۲۹ شرایطو برابر نه وو.

له دغو موندنو وروسته، د سکاتلنډ سپورټ ادارې د بورډ مسئولیت په غاړه واخیست او د ۲۰۲۳ د اکتوبر تر میاشتې پورې یې د کرکت اداره تر ځانګړو تدابیرو لاندې راوستې ده. د کرکټ بورډ ټولو غړو یې هم استعفا کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس د «Plan4Sport» اداري مشرې لویس ټیډیسویل وویل: «د سکاتلنډ د کرکت اداره او مشرتابه په اساسي ډول نژاد پالان دي. حقیقت دا دی چې د دغې ادارې مشرتابه د دغو ستونزو په لیدلو کې پاتې راغلي او د دوی دا کار د کوچنیو نژادي توپیرونو فرهنګ غوړولی دی.»

د سکاتلنډ د کرکټ بورد موقت اجرايي مشر ګوردون ارثر وویل: « په سپورټ کې، چې موږ ټول ورسره مینه لرو، هېڅکله باید اجازه ورکړل شوې نه وای چې نژاد پالنه او تبعیض شوي وای او یا د ډېر وخت لپاره همداسې پرېښودل شوی وای. زه یو ځل بیا د هغو ټولو څخه د زړه له تله بخښنه غواړم چې د سکاتلنډ په کرکټ کې ورسره نژادي تبعیض او تصعب شوی دی.»

د سکاتلنډ د ورزش د ادارې اجرايي مشر سټیوارټ هاریس دا موندنې «ډېرې خواشینوونکې او په ځینو پېښو کې ټکان ورکوونکې» وبللې.

سکاتلنډ د کرکټ د نړیوالې شورا غړی دی او د اروپا په کچه د کرکټ ښه لوبډله لري او په تېر ۲۰ اوریزو نړیوال جام کې هم ولوبېده. د دوی په لوبډلې کې ځینې مسلمان لوبغاړي هم شته. په نړیوال جام کې دوی له افغانستان سره هم مخامخ شو چې افغانستان ترې په اسانه لوبه وګټله.

افغانستان په ۲۰۰۹ کې د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو د امتیاز له ترلاسه کولو وروسته، خپله لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه له سکاتلنډ سره وکړه او ویې ګټله.

د کرکټ نړیوالې شورا، چې په کرکټ کې د نژادي تبعیض په ضد بیانونه ورکوي، لا د سکاتلنډ په کرکټ کې د نژادي تبعیض د دغو موندنو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG