د لاس رسي وړ اتصالات

باران د سکاتلند او افغانستان د کرکټ لوبه لغوه کړه


د افغانستان او سکاتلنډ دویمه لوبه د جمعې په ورځ (مۍ ۱۰) ده
د افغانستان او سکاتلنډ دویمه لوبه د جمعې په ورځ (مۍ ۱۰) ده

د افغانستان او سکاتلنډ ترمنځ د کرکټ د دوو یوه ورځنیو لوبو لومړۍ سیالي یې د باران له کبله لغوه اعلان شوه.

ټاکل شوې وه چې دا لوبه د سکاتلنډ په ایدنبرګ کې وشي خو هلته ټوله ورځ باران ورېده او میدان یې له لوبو وویست.

د افغانستان او سکاتلنډ ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ (مۍ ۱۰) ده.

افغانستان تر نړیوال جام مخکې له سکاتلنډ او ایرلنډ سره څلور لوبې پلان کړي دي. له سکاتلنډ سره یې لومړنۍ لوبه باران خرابه کړه.

له ایرلنډ سره یې دوې لوبې د همدغې میاشتې په ۱۹ او ۲۱ نیټه ده.

افغانستان له پاکستان او انګلنډ سره هم یوه-یوه تمریناتي لوبې لري چې د مۍ په ۲۴ او ۲۷ نیټو دي.

XS
SM
MD
LG