د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: نیوزلنډ افغانستان ته ماتې ورکړه او هند سیمې فاینل ته ونه وت 


د کرکټ نړیوال جام
د کرکټ نړیوال جام

د یکشنبې په ورځ نومبر ۷ (لړم ۱۶) د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نیوزلنډ افغانستان ته ماتې ورکړه.

افغانستان نیوزلنډ ته په ۲۰ اورونو کې د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ چې نیوزلنډ د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

دا په نړیوال جام کې د افغانستان درېیمه او وروستۍ ماتې وه.

په دې بري سره نیوزلنډ د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووت چې په نتیجه کې به یې کوربه هند سبا له نړیوال جام سره خدای په اماني کوي. که افغانستان له نیوزلنډ څخه ګټلاې وای، هند نیمه پایلوبې ته د ورتګ چانس لره.

په نړیوال جام کې ۱۲ لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې وې: افغانستان له هند، پاکستان، نیوزلنډ، سکاتلنډ او نمیبیا سره وه. افغانستان له سکاتلنډ او نمیبا څخه وګټلې او په نورو یې وبایللې.

په اول ګروپ کې انګلنډ، استرالیا، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، سري لانکا او بنګله دېش وو.

د افغانستان او نیوزلنډ له لوبې وروسته د نیمه پایلوبې ټولې لوبډلې معلومې شوې چې پاکستان، نیوزلنډ، انګلنډ او استرالیا دي.

لومړۍ نیمه پایلوبه د را روانې چهارشنبې په ورځ د پاکستان او استرالیا او دویمه یې د پنجشنبې په ورځ د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ‌ دي. د دغه نړیوال جام پایلوبه د را روانې یکشنبې په ورځ (نومبر۱۴) پایلوبه ده.

XS
SM
MD
LG