د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ بېرته واشنګټن ډي سي‌ ته ستنېږي 


د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ
د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ

ټاکل شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ نن سه شنبه جولاۍ ۲۶ (زمری څلورمه) واشنګټن ډي سي‌ ته ستون شي‌.

دا له واک څخه له لېرې کېدو وروسته لومړی ځل دی چې ښاغلی ټرمپ واشنګټن ته ځي او دلته به د « America First Policy Institute» کې د «لومړی امریکا» اجنډا په دوه ورځنۍ غونډې کې خبرې وکړي.

ځینو مشاورانو یې په ښاغلي ټرمپ ټېنګار کړی چې د ۲۰۲۰ انتخاباتو په اړه کم او د خپل اینده لیدلوري په اړه ډېر وغږېږي. تمه کېږي چې ښاغلی ټرمپ به د ۲۰۲۴ د جمهوري ریاست ټاکنو ته خپله کاندیداتوري اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده چې د هغه د ګوند، جمهوریت غوښتونکو، ځینې غړي غواړي چې ښاغلی ټرمپ وننګوي.

د ښاغلي‌ ټرمپ ویاند ټایلر بودویچ وویل چې د هغه خبرې به په عامه محافظت متمرکزې وي.

ښاغلي بودویچ وویل: «ښاغلی ترمپ یو ملت په زوال کې ویني چې په یو ډول د دموکراتانو د تګلارې له کبله جنایتونه زیات شوي او سیمې [ټولنې] تر پخوا نا امنه شوې دي. د هغه خبرې به د دموکراتانو د تګلارې ناکامۍ په ګوته کوي او د عامه محافظت لپاره به د امریکا د لومړي لیدلوري په اړه غږیږي چې له شک پرته به په منځمهالو او نورو ټاکنو کې یوه مهمه موضوع وي.»

په داسې حال کې چې ویل کېږي ښاغلی ترمپ به بیا د جمهوري‌ ریاست انتخاباتو ته درېږي، د هغه د داخلي تګلارې د شورا پخوانی مشر، رولینز د اقتصاد او نورو برخو له ځینو مشاورانو سره ګډ کار پیل کړی چې د دویمې دورې لپاره اجندا جوړه کړي.

ولسمشر ټرمپ له واک څخه تر لېرې کېدو وروسته خپل ډېر وخت د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې د پیدا شویو ستونزو په حل کولو تېروي او د خپلې ماتې په اړه ناسم معلومات خپروي‌ چې د ولسمشر جوبایډن د بري په اړه شک پيدا شي.

په حقیقت کې د جنورۍ د شپږمې نېټې ټاکل شوې کمېټې هم د ښاغلي ترمپ نا امیدي او په واک کې د پاتې کېدو لپاره ممکنه غیرقانونې هڅه بربنډه کړه.‌ همدغه راز ښاغلي ترمپ نه غوښته چې خپل هغه قهریدلي‌ ملاتړي بېرته وروبولي‌ چې د واک د سوله ایز انتقال بهیر ګډوډولو هڅه وکړه او دا چې ښاغلي ټرمپ په چارواکو د فشار راوړلو هڅه وکړه چې د ښاغلي بایډن بری رد کړي، سره له دې چې د تېرو ټاکنو د ردولو لپاره هېڅ قانون دلیل نه و.

ښاغلي ټرمپ د تېرو ټاکنو نتایج نه منل او ادعا یې کوله چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي‌ دي خو د خپلې ادعا لپاره یې کره ثبوت او شواهد وړاندې نشول کړای.

ټاکل شوې چې د ښاغلي ټرمپ د جمهوري‌ ریاست د وخت مرستیال مایک پنس هم په واشنګټن ډي سي کې خبرې وکړې. واشنګټن ته د هغه راتګ د موسم د خرابوالي له کبله وځنډېده خو په پام کې ده چې هغه به د ښاغلي ټرمپ تر خبرو مخکې په « Young America's Foundation» خپله وینا واوروي.

XS
SM
MD
LG