د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: د جمهوریت غوښتونکو تر نیمايي زیات احتمالي رایه ورکوونکي ټرمپ ته رایه نه ورکوي


دونالډ ټرمپ
دونالډ ټرمپ

د نیویارک ټایمز او سینا کالج د تازه نظر پوښتنې په اساس د جمهوریت غوښتونکو ګوند اکثریت احتمالي رایه ورکوونکیو ویلي دي چې د ۲۰۲۴ په مقدماتي او ګوندي انتخاباتو کې به د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ځای بل کاندید ته رایه ورکوي.

په نظر پوښتنې کې د ښاغلي ټرمپ تر څنګ د جمهوریت غوښتونکو ګوند پنځه نور احتمالي کاندیدان هم غوره شوي وو او له کډونوالو پوښتل شوي وو چې د دوی په منځ کې خپل د خوښې کاندید وټاکي.

په سلو کسانو کې ۴۹ احتمالي رایه ورکوونکو ویلي چې په مقدماتي او ګوندي ټاکنو کې به ښاغلي ټرمپ ته رایه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي ټرمپ د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې د خپل ګوند د غړو ۹۴سلنه رایې لرلې، مګر بیا یې هم ټاکنې وبایللې.

په دغې نظر پوښتنې کې ۲۵ سلنې خلکو د جمهوریت غوښتونکو بل احتمالي نوماند ران ډي سانتیز، اووه سلنې سناتور ټېد کروس، شپږ سلنې خلکو د ښاغلي ټرمپ د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس، شپږ سلنې نورو بلې احتمالي کاندیدې نیکي هیلي او دوه فیصده نورو احتمالي رایه ورکوونکو مایک پمپیو ته رایې ورکړي دي.

د سروې له مخې دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا دونالډ ټرمپ به د ۲۰۲۴ په مقدماتي او ګوندي ټاکنو کې له ستونزو سره مخامخ او اسیپ پذیره وي که نه. کارپوهان وايي چې باید د نظر پوښتنې پایلي په احتیاط وارزول شي.

د ویرجینیا پوهنتون د سیاست په مرکز کې د سباتوز کرسټل بال مدیر ایډیټرې کایل کوندیک امریکا غږ ته وویل سره له دې چې ښاغلي ټرمپ په نظر پوښتنې کې تر پنځوسو کمې رایې وړي دي، خو بیا هم د خپل ګوند تر نورو احتمالي کاندیدانو مخکې دی.

په دغې نظر پوښتنې کې ویل شوي نه دي چې ولې دغو رایه ورکوونکو د ښاغلي ټرمپ په مقابل کې بل نوماند غوره ګڼلی دی.

هغې وویل اصلي خبره به دا وي چې ایا نور احتمالي کاندیدان د ګوند د اکثریت رایو د ګټلو چانس لري که نه.

تر دغې سروې مخکې یوه بله نظر پوښتنه خپره شوه چې په اساس یې په مقدماتي ټاکنو کې دموکرات ګوند احتمالي اکثریت رایه ورکوونکو غوره ګڼلې وه چې اوسنی ولسمشر جوبایډن دې ټاکنو ته ونه درېږي.

د دوشنبې د ورځې په سروي کې یوه پوښتنه دا هم شوې ده چې که دواړه، جوبایډن او دونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ ټاکنو ته ودرېږي، کوم کاندید ته به رایې ورکړي، ۴۴ سلنې خلکو بایډن او ۴۱ نورو ټرمپ غوره ګڼلی دی.

په امریکا کې تر ټاکنو مخکې او وروسته دا ډول سروې ګانې کېږي چې او ارقام یې ډېر وخت په خپل حال نه وي پاتې.

سپینې ماڼۍ د دغې نظر پوښتنې په اړه ويلي وو چې دا ډول سروې ګانې به ډېرې وشي او دا ارقام به ښکته پورته کېږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست ټاکنې په ۲۰۲۴ کې کېږي چې تر عمومي ټاکنو مخکې ګوندي ټاکنې کېږي او هر ګوند باید عمومي ټاکنو ته خپل کاندید معرفي کړي.

XS
SM
MD
LG