د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتور: ترهګر او انسان تښتوونکي په افغانستان کې حاکمیت لري


د جمهوریت غوښتونکو د ګوند غړی سناتور میچ مککانل
د جمهوریت غوښتونکو د ګوند غړی سناتور میچ مککانل

د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا غړی میچ مککانل وايي چې اوس ترهګر او انسان تښتوونکي په افغانستان کې حاکمیت لري.

ښاغلي مککانل نن پنجشنبه جون نهمه (غبرګولي۱۹) وویل: «په کابل کې د طالبانو-حقاني حکومت یوازې د ترهګرو ملاتړی نه دی، په اصل کې دا د ترهګرو او انسان تښتوونکو یو ګډ حکومت دی چې له القاعدې سره ژورې اړیکې لري.»

هغه وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د «بې باکه» وتلو په برخه کې د امریکا د حکومت د ناسمو تګلارو له کبله داسې حالت رامنځ ته شوی دی.

نوموړي وویل چې کارپوهانو ولسمشر بایډن ته خبرداری ورکړی که له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړي، ګډوډي به جوړه شي. هغه وویل: «ما هم څو میاشتې همدا خبره کوله.»

تېره میاشت د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش «سیګار» په خپل راپور کې وویل چې د ټولو ځواکونو د وتلو په برخه کې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جوبایډن پرېکړې د افغانستان د نظام د سقوط او وسله وال پوځ د پاشلې کېدو لوی علتونه وو.

ښاغلي مککانل وویل چې له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو او د طالبانو لاس ته د افغانستان له لویدو وروسته، اوس امریکا او شریکان یې له مخ په زیاتېدونکي ترهګریز خطر سره مخامخ دي.

ولسشمر بایډن په وار وار له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې ننګه کړې او ویلي دي چې د پوځي او دپلوماتیکو مقاماتو سره یې له سلا مشورو وروسته او د امریکا ملي ګټو ته په کتو دا پرېکړه کړې ده.

ښاغلي بایډن ویلي دي چې د مخکني حکومت څخه ورته یو تړون په میراث پاتې شوی و چې باید عملي شوی وای. د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت په قطر کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې له افغانستان څخه نړیوال ځواکونه ووتل.

خو ښاغلي مککانل دا خبره هم وکړه چې د امریکا د متحدو ایالتونو پوځي رهبرانو وايي چې له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو وروسته هلته، په دغه هېواد کې د ترهګرو د تشخیص، په نښه کولو او په ترهګرو د بریدونو ظرفیت محدود شوی دی.

څه موده مخکې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر مایکل کوریلا امریکایي قانون جوړوونکو ته ویلي وو چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره پوځي مشران باید د معلوماتو د ټولولو په برخه کې په افغانستان کې دننه استخباراتي ظرفیتونه په کار واچوي.

نوموړي ویلي وو چې له لېري څخه د افغانستان «نظارت کول» خورا ستونزمن دي. ښاغلي کوریلا د فبروۍ په میاشت کې هم ویلي وو: «په افغانستان او یا ګاونډ کې له حضور پرته د ترهګرۍ ضد مبارزه ډېره سخته ده خو ناممکنه نه ده.»

د مرکزي قومندانۍ پخواني مشر جنرال کینت مککنزي هم دا خبره کړې وه چې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره امریکايي الوتکې باید اوږده پروازونه وکړي چې د افغانستان فضا ته ورسیږي او د ده په خبره دا کار وخت ضایعه کوي چې الوتکې بېرته د تیلو د اچولو لپاره راشي.

مخکې به امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د بګرام او نورو پوځي اډو څخه د ترهګرو په ضد هوايي بریدونه کول.

سناتور مککانل په خپلو خبرو کې د سیګار وروستي راپور ته هم اشاره وکړه او وویل چې په افغانستان کې له بشري استخباراتو او اډو پرته په هغه هېواد کې د ترهګرۍ د مخ په زیاتېدونکي ګواښ نظارت اغیزمن شوی او زیاته یې کړه چې امریکايي ځواکونو د تخلیې د پروګرام له بشپړ کېدو وروسته په افغانستان کې د ترهګرو په اهدافو هېڅ بریدونه نه دي کړي.

ښاغلي ټرمپ چې له طالبانو سره یې تړون لاسلیک کړی له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو وتل یوه «تېروتنه» بللې ده. نوموړي ویلي چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته طالبانو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي وسائیل ترلاسه کړي دي. هغه وړاندیز کړی چې باید امریکايي ځواکونه بیا افغانستان ته واستول شي چې له طالبانو څخه دا وسلې او مهمات واخلي.

XS
SM
MD
LG