د لاس رسي وړ اتصالات

لیز چیني: د امریکا ولس باید له ټرمپ څخه وساتل شي 


لیز چیني
لیز چیني

د امریکا د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند استازې او د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ‌ مخالفه لیز چیني وایي‌ چې د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو ته د درېدو په اړه به پرېکړه کوي.

په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند غړو له هغه وروسته لیز چیني له مشرۍ څخه لېرې کړه چې هغې په ښکاره د دونالډ ټرمپ مخالفت وکړ او د ۲۰۲۲ په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه یې د هغه ادعاوې رد کړي.

نوموړې په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلې کاندیداتورۍ په اړه د امریکا اې بي سي خبري شبکې ته وویل: « تر ټولو مهمه خبره دا ده چې باید دا ولس له ټرمپ‌ څخه وساتل شي.‌»

پنځه پنځوس کلنه (۵۵) لیز چیني ‌د هغو لسو جمهوریت غوښتونکو په ډله کې وه چې د کانګرس په ودانۍ باندې یې د دونالډ ټرمپ د پلویانو د اعتراض له کبله د ښاغلي‌ ټرمپ د استیضاح غوښتنه کوله.

نوموړې مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ یو «خطرناک کس» بولي او وايي چې هغه باید په هېڅ صورت بیا سپینې ماڼۍ ته رانشي. نوموړې دا خبره هم کړې ده که ښاغلی ټرمپ بیا د جمهوریت غوښتونکو ګوند په استازیتوب د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې ودرېږي، دا ګوند به وپاشل شي.‌ ښاغلي ټرمپ په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

دونالډ ټرمپ،‌ چې لا هم په خپل ګوند کې نفوذ لري، په را روانو ټاکنو کې خپل کاندېدل یاد کړي او ځينو جمهوریت غوښتونکو یې ننګه کړې ده.

ځينې راپورونه وايي چې ښاغلی ټرمپ به د جولاۍ په وروستیو کې خپله کاندیداتوري اعلانوي.

لیز چیني،‌ چې د امریکا د یو پخواني ولسمشر د مرستیال دیک چیني لور ده، هڅه کوي چې په ګانګرس کې خپله څوکۍ وساتي او د خپل ایالت وایومینګ استازې پاتې شي. په دغه ایالت کې د ګانګرس دغې څوکۍ ته بل کاندید د ښاغلي ټرمپ له ملاتړ څخه برخمن دی.

XS
SM
MD
LG