د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پاکستان کې ۲۵۰ افغانان بیرته خوشي شول


په پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو لخوا رهبري کیږي په هغه هیواد کې د ۲۵۰ نیول شوو افغانانو د بیرته خوشي کېدو خبر ورکړی، هغوی تیره اونۍ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نیول شوي و.

ویل کیږي چې دغه افغانان د جولای پر ۲۷ مه هغه هیواد ته د غیر قانوني داخلېدو په تور نیول شوي و، د پاکستاني پولیسو په وینا په نیول شوو کسانو کې یوه نوې واده شوې ناوې هم شامله وه چې له خپل خاوند سره غوښتل پېښور ته ولاړه شي.

د افغانستان سفارت د شنبې په ورځ جولای ۳۰ (زمري اتمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د هغوی تر زیاتو هڅو وروسته، دغه افغانان د پاکستاني ملېشې لخوا بیرته خوشي شول.

یاد سفارت همدرانګه ویلي چې دغه موضوع یې د پاکستان حکومتي ادارو سره شریکه کړې او تمه یې ښودلې چې د هغه هیواد ملېشې د افغانستان له وګړو سره له ورته چلند څخه ډډه وکړي.

د يو شمېر مدني او سياسي فعالانو په ګډون د ژوب او شېراني سیمو يو شمېر مدافع وکيلان د نيول شويو افغانانو د انساني حقونو د خوندي ساتلو په دفاع کې محکمې ته تللي، خو د دوی د قضیې اورېدنه به د جمعې په ورځ د جولای په ۲۹م کېږي.

تر دې مخکې د ولي ازاد په نوم مدافع وکیل امريکا غږ ته ویلي و چې په نيول شويو افغانانو کې له ماشومانو او ښځو سره سره ۶۰ داسې کسان هم شته چې د پاکستان له خوا ورکړل شوي ټول قانوني اسناد هم لري.

پر همدې مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې دغه افغان وګړي تیره ورځ په بلوچستان کې د «ژوب» سیمې له زندان څخه خوشي شوي دي.

که څه هم طالب چارواکو ویلي چې دغه کسان د دوی په زیار او هڅو بیرته خوشي شوي، خو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې د یادو افغانانو په بیرته خوشي کولو کې په ژوب کې د یاد غورځنګ غړو او وکیلانو مهم رول لاره.

تر دې مخکې په ژوب کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځایي مشر وکیل قيوم مندوخېل امريکا غږ ته ویلي و چې پر ټولنیزو رسنیو د خبر تر خپرېدو وروسته دوی له دغو افغانانو سره لیدلي او په خبره یې وضعیت یې ښه نه و.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته خپلې ټولې پولې د افغانانو د تګ راتګ پر مخ تړلي او یوازې هغو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي چې قانوني اسناد ولري.

خو ګڼ شمېر افغانان چې په هغه هیواد کې له مېشتو افغانانو سره دوستۍ او خپلوۍ لیري وايي چې پاکستان د تګ پر مهال له سختو ننګونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو په اساس اوس مهال په پاکستان کې شاخوا ۱.۳ میلیون افغانان په قانوني توګه ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG