د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیسو یوه 'افغانه ناوې او ورسره شاوخوا ۲۴۰ نور افغانان' نیولي


د پاکستان امنیتي ځواکونه
د پاکستان امنیتي ځواکونه

د بلوچستان په شېراني سیمه کې تر ۲۴۴ پورې افغانان د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۲۷ په دې تور نيول شوي چې ګنې په "غير قانوني توګه" پاکستان ته دننه شوي او له قانوني اسنادو پرته یې سفر کاوه.

په نيول شويو کسانو کې يوه ناوې هم ده چې په سرو لاسونو د واده په کمیس کې له خپل خاوند سره پېښور ته د خپل نوي کور په لور روانه وه خو د واده شپه يې د ژوب په مرکزي زندان کې شوه.

د شېراني سیمې مرستيال کمیشنر اعجاز جعفر د پنجشنبې په ورځ امريکا غږ ته وويل: "له ۲۴۰ تر ۲۴۴ پورې افغانان د «دانه سر» پر څوکۍ ملېشه ځواکونو د جولای پر ۲۷ نيولي او د سیمې چارواکو ته سپارل شوي دي."

په نيول شویو کسانو کې دوې ناروغې ښځې هم دي، چې يوه پکې مېندواره او بله یې د راپورونو په اساس د سرطان په ناروغۍ اخته ده. د ژوب مرکزي روغتون د اسنادو له مخې دوی له ژوب څخه د لاهور او پېښور روغتونونه ته لېږل شوي دي.

د يو شمېر مدني او سياسي فعالانو په ګډون د ژوب او شېراني سیمو يو شمېر مدافع وکيلان د نيول شويو افغانانو د انساني حقونو د خوندي ساتلو په دفاع کې محکمې ته تللي، خو د دوی د قضیې اورېدنه به د جمعې په ورځ د جولای په ۲۹م کېږي.

مدافع وکیل ولي ازاد امريکا غږ ته وويل "د پاکستان فارنر اېکټ ۱۹۴۶ د قانون له مخې د درملنې لپاره د ډاکټر له اسنادو سره روغتون ته پر تللیو بنديز نه شته، چې کله یې درملنه وشي بيا هغه بهرنیان تر پولې اړول کېږي."

نوموړي وويل چې په نيول شويو کې له ماشومانو او ښځو سره سره ۶۰ داسې کسان هم شته چې د پاکستان له خوا ورکړل شوي ټول قانوني اسناد هم لري.

په ژوب کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځایي مشر وکیل قيوم مندوخېل امريکا غږ ته وويل چې پر ټولنیزو رسنیو د خبر تر خپرېدو وروسته دوی له دغو افغانانو سره لیدلي او هغوی ته يې د ډوډۍ بندوبست کړی، نوموړی وایي، "ماشومان او د کېنسر د ناروغه تر څنګ ټول زندانيان ډېر په تکليف وو."

د عوامي نېشنل ګوند یو ځایي مشر نذير افغان هم د نيول شويو افغانانو مرستې ته ورغلی، نوموړي امريکا غږ ته وويل: "په نيول شويو کسانو کې ۵۰ داسې کسان هم شته چې له هغوی سره د پاکستان د شناختي کارډ جوړولو ادارې «نادرا» ورکړل شوي د افغان تابعیت کارډ (Afghan Citizen Card) هم شته چې قانوني سند دی، دغه کارډونه تېر کال په دسمبر کې ورکړل شوي دي."

په کوټه کې مېشته افغان کډواله وارثه ستانکزۍ وایي، د افغان کډوالو د مهاجرت د کارتونو ډېره لويه ستونزه ده، هغې امریکا غږ ته وویل "د پاکستان دولت چې موږ ته کوم نوي کارډونه د افغانستان د تابعیت کارت په نامه راکوي په دې موږ ډېر ځورل کېږو بلخصوص کله چې په پاکستان کې دننه سفر کوو."

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این اچ سي آر د نوي راپور له مخې په پاکستان کې دا وخت ۱.۳ ميليونه رجسټر شوي افغان کډوال دي.

په پاکستان کې د افغانانو درې ډوله دي. لومړی افغان کډوال دي چې له يادې ادرې سره ثبت شوي، دويم هغه دي چې د پاکستان له «نادرا» ادارې سره ثبت شوي او د افغان تابعیت کارډونه ورکړل شوي او درېیم هغه دي‌ چې هيڅ قانوني اسناد نه لري او په غيرقانوني توګه په پاکستان کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG