د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: طالبانو الظواهري ته په ځای ورکولو، د دوحې له تړونه سرغړونه کړې


د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پایتخت کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو ویلي چې طالبانو الظواهري ته په ځای ورکولو سره د دوحې له تړون څخه "جدي" سرغړونه کړې ده.

یاد وزارت د سې شنبې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۱) په خپرې شوې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په کراتو له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې افغان خاوره به د ترهګرو ډلو لخوا د نورو هیوادونو پر ضد نه کارول کیږي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو په دې کار سره د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادې کولو او د نړۍ له لورې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه له خپلې غوښتنې سره "خیانت" وکړ.

یاد وزارت ویلي چې د طالبانو لخوا د ژمنو نه علمي کېدو سره سره به متحده ایالات له افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقوقو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د دوحې د تړون له مخې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې لاسلیک شو، طالبان باید د القاعده شبکې په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې قطعه کړې او د افغانستان په خاوره کې ځای ورنکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته نړۍ امن شوې او په خبره یې، امریکا به د هغو کسانو په وړاندې چې امریکا او د هغوی ملګري ګواښي، خپلو قاطعانه اقداماتو ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله په کابل کې د القاعده شبکې د دوهم مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو د افغانانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې طالبانو له ترویزم سره د مبارزې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د یادو کارپوهانو له ډلې طارق فرهاد امریکا غږ ته وویل چې طالبانو تر دې مخکې غوښتل د دغه برید نوعیت او هدف له خلکو څخه پټ کړي.

هغه وویل: "فکر کوم یو شمېر طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو اړیکې ناممکنې کیږي او که چیري طالبان یوه ورځ د تروریستانو له لیست څخه ووځي او هغه کسان چې په کابل کې د الظواهري په ځای پر ځای کولو کې لاس لاره، هغوی له لیست څخه نشي وتلی."

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن تیره شپه وویل چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د افغانستان په پایتخت کابل کې د متحده ایالتونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

بایډن ټینګار وکړ چې امریکا به هیڅکله ددې اجازه ورنکړي چې افغانستان د "ترهګرو په پناه ځای" بدل شي.

طالبانو په ۱۹۹۶ کلونو کې هم پر افغانستان د خپل حاکمیت پر مهال د القاعده ډلې بنسټګر او لومړي مشر اسامه بن لادین ته ځای ورکړی، د امریکا متحده ایالاتو هغه هم د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې اسامه بن لادین د سپټمبر ۱۱ مې پېښې کې د لاس درلودلو له امله دوی ته وسپاري.

د طالبانو د هغه مهال حکومت امریکا ته بن لادین له سپارلو څخه ډډه وکړه چې وروسته متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د القاعده شبکې پر ضد او تروریزم سره د مقابلې په هدف پر افغانستان یرغل وکړ.

XS
SM
MD
LG