د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو په اړه د روغتیا سازمان اندېښنه


د افغانستان روغتیايي سیستم د احتمالي پاشل کېدو په اړه اندېښنو سره هم مهاله، د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دغه هیواد اوس مهال د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو سره مخامخ دی.

یاد سازمان د سې شنبې په ورځ اګست نهمه (زمري ۱۸) ویلي که څه هم په افغانستان کې نسبت تیرو څو میاشتو ته د شري ناروغۍپېښو کې کموالی راغلی، خو اوس په ټولو ولایتونو کې ددې ناروغۍ د ثبتېدو په اړه راپورونه ورکول کیږي.

په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د شري ناروغۍ پېښو زیاتېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي وو چې روان کال په دغه هیواد کې د شري ناروغیو پېښې دوه برابره شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، د روان کال د جنورۍ میاشتې له پيل څخه بیا د مارچ میاشتې تر پای پوري، په ۲۳ ولایتونو کې د شري ناروغۍ ۲۵۲۱۵ پېښې ثبت شوي چې له دغه شمېر څخه ۱۸۶ ناروغان ورڅخه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې په وروستیو اونیو کې، د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د «کانګو» ناروغۍ پېښو ثبتېدو راپور هم ورکړل شوی دی. په دغه راپور کې له یادې ناروغۍ څخه د مړو شوو کسانو دقیق شمېر نه دی ښودل شوی.

کانګو یو ډول ویرویسي ناروغي ده چې له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقالیږي. هغه کسان چې سرو کار یې له حیواناتو سره او یا هم قصابي کوي په دغه ناروغۍ د اخته کېدو احتمال زیات دی.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه په افغانستان کې د «هډوکي ماتونکي تبې (Dengue Fever)» خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. یاد سازمان تر دې مخکې ویلي و چې د جون میاشتې له ۱۲ مې نېټې څخه بیا د جولای تر ۳۰ مې یوازې په ننګرهار ولایت کې د دغه ناروغۍ ۶۴ پېښې ثبت شوي دي.

د دغه راپور په اساس په یادې ناروغۍ تر ډېره ماشومان اخته شوي، خو تر دا مهاله ورڅخه د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.

د دغې ناروغۍ علایم تبه، د سر درد، د بدن د عضلاتو درد، خستګي، د زړه بد والی او کانګې کول دي.

د هډوکو ماتېدونکې ناروغي چې نوې پیدا شوې له ماشې څخه انسان ته انتقالیږي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دغه ناروغیو مخنیوي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG