د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ډینګې تبې نوې څپه تائید شوې ده 


د ډینګې تبې یو ناروغ
د ډینګې تبې یو ناروغ

په افغانستان کې د ډینګې تبې (هډوکي ماتوونکي تبې) یوه نوې څپه تایید شوې او د راپورونو له مخې د روان کال د جون له ۱۲مې د جولای تر ۳۰مې پورې یوازې په ننګرهار کې د دغې ناروغۍ ۶۴ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه راپور له مخې، په ډینګې تبه اخته ۶۴ کسانو کې ۴۷ ناروغان چې ۷۴.۴ سلنه کیږي له پنځو کلونو کم عمره نجونې وې، خو تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.

د ډینګې تبې په نښو نښانو کې تبه، سر درد، د عضلاتو درد، ستړیا، زړه بدوالی او کانګې شاملې دي.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازی لو داپینګ وايي، په دغه هېواد کې د ډینګې تبې ناروغي په داسې حال کې خپره شوې چې "افغانستان لا له وړاندې د بشري بېړني حالت او د پرله پسې طبیعي پېښو او ناروغیو د خپرېدو له پېچلو ستونزو سره مخامخ دی."

ښاغلي ډاپینګ زیاته کړه: "که څه هم د ډینګې تبې پیښې چې تر دې دمه راپور شوي دي کنټرول کیدی شي، موږ اړتیا لرو چې د دې ناروغۍ د لا خپریدو مخنیوي لپاره سمدستي اقدامات وکړو ترڅو ددې لارې د هیواد په روغتیایی سیسټم اغیزه راکمه کړای شي."

د روغتیا نړیوال سازمان، چې په افغانستان کې د ډینګې تبې د مخنیوي مشري کوي، د تخنیکي ملاتړ ترڅنګ، په افغانستان له روغتیايي چارواکو او همکارانو سره مرسته کوي چې د دغې ناروغۍ د لا پراخېدو مخنیوي وشي.

ډینګې تبه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان په ختیځ کې په خوره وره خپره شوه او هغه مهال د دغې ناروغۍ یوازې ۱۵ پېښې ثبت شوې وې. خو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې دغه ناروغي یو ځل بیا په دغه هېواد کې خپره شوه او ۷۷۵ کسان په دې ناروغۍ اخته شول.

خو یوازې په ننګرهار ولایت کې د دغې ناروغۍ له امله یو کس مړ شوی و. په روان کال کې د لومړي ځل لپاره د جنورۍ په دوهمه د زېړې تبې یوه پېښه ثبت شوه.

ډینګې تبه څنګه خپریږي؟

ډینګې تبه یوه نوې راڅرګنده شوې ناروغي ده چې د ماشي څخه انسانانو ته لیږدول کیدی شي؛ کوم چې د ټولنو په عامه روغتیا باندې بالفعله جدي اغیزې لري.

ددغې ناروغۍ مخنیوی، د ډینګې تبې د عفونیت د خطر کمول دي، ځکه چې د دې ناروغۍ لپاره کومه ځانګړې درملنه نشته. د دې ویروس د لیږد او له امله یې د رامینځته شوې ناروغۍ مخنیوي مختلفې لارې چارې لري.

د چاپېریال په ښه کولو سره د کثافاتو په سمه توګه تصفیه کول، د کور د اوبو د کانټینرونو او ذخیره ځایونو پاکول، او په بهر کې د اوبو ذخیرې چې د پاکولو وړ ندي د حشراتو ضد مناسبو درملو کارول د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره د اقدامات په جمله کې دي.

XS
SM
MD
LG