د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې یو پلاوی د جټ جنګي‌ الوتکو اخیستلو لپاره امریکا ته راځي 


ترکیه هیله لري‌ چې د امریکا اف-۱۶ جټ جنګي الوتکې وپیري
ترکیه هیله لري‌ چې د امریکا اف-۱۶ جټ جنګي الوتکې وپیري

په ترکیه کې چارواکي‌ وايي ټاکل شوې چې د دغه هېواد د دفاع وزارت یو پلاوی د راتلونکې دوشنبې په ورځ واشنګټن ته سفر وکړي او دلته د اف-۱۶ جټ جنګي الوتکو د اخیستلو په اړه له امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي.

ولسمشر بایډن څه موده مخکې له ترکیې سره ژمنه وکړه چې دا الوتکې به پرې پلوري.

د فرانسې خبري اژانس د ترکیې د دفاع وزیر هولوسي اکار له خولې لیکلي دي چې یو امریکايي‌ چارواکي ورته د واشنګټن بلنه ورکړې ده.

خو هغه وویل چې انقره د امریکا د کانګرس د مخکښو غړو د هغو شرایطو خلاف ده چې په ترکیې باندې یې د دغو الوتکو د پلورلو په اړه اېښي‌ دي. د ګانګرس دا غړي‌ له یونان سره د ترکیې د ترینګلو اړیکو په اړه اندېښمن دي.

ښاغلي اکار په یوې تلویزونې وینا کې ویلي: «موږ دا شرایط نشو منلای. هیله لرو چې سنا دا شرایط لېرې کړي.»

ترکیه چې د ناټو غړې ده، د روسیې څخه د میزایلو د پرمختللي دفاعي سیستم له اخیستلو وروسته په ۲۰۱۹ کې د « F35 Joint Strike Fighter » له پروګرام څخه واېستل شوه.

خو د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې دروسیې له یرغل وروسته د بایډن ادارې د ترکیې سره ډېره همکاره ده.

ښاغلي بایډن د جون په میاشت کې په مادرید کې د ناټو د عمومي غونډې په څنډو کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره ولیدل او له کانګرس څخه یې وغوښتل چې په انقره باندې دې د اف-۱۶ جټ الوتکو پلورل تصویب کړي.

خو د کانګرس ځینې غړي وايي چې دوی به هغه وخت دا معامله تصویب کړي چې ترکیه له یونان سره د ځمکې د مالکیت په اړه خپله تاریخي تربنګني ختمه کړي.

ټاکل شوې چې ترکیه به د سه شنبې په ورځ د ګازو د موندلو په هدف د مدیترانې لانجمنې ختیځې برخې ته خپلې بېړۍ واستوي.

په ۲۰۲۰ کې د ترکیې او یونان ترمنځ په جلا شویو ټاپوګانو کې همداسې یو ماموریت نړیوال غبرګون راوپارولی چې د دړواړو هېوادونو بېړۍ په ازادې فضا کې له یو بلې سره مخامخ شوې وې. خو د ناټو او اروپايي ټولنې د مشرانو په مداخلې سره د یونان او ترکیې ترمنځ د جګړې مخه ونیول شوه.

XS
SM
MD
LG