د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: که سویډن او فنلنډ په ژمنو عمل ونکړ، ناټو کې یې د غړیتوب مخه نیسو


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن پنجشنبه جون ۳۰ (چنګاښ) خبرداری ورکړ که سویډن او فنلنډ له ترکیې سره په نوي تړون عمل ونکړي، په ناټو کې به یې د غړیتوب مخه نیسي.

ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب غوښتنې د حمایت په بدل کې له دغو هیوادونو څخه غوښتي چې ۳۳ کردي تندلاري او د ۲۰۱۶ په کودتا کې په لاس لرلو تورن کسان ور وسپاري. ترکیه د ناټو یوازینی «مسلمان غړی» هېواد بلل کېږي.

ښاغلي‌ اردوغان په مادرید کې د ناټو د غونډې په پای کې په داسې حال کې دغو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف له سویډن او فنلنډ څخه رسمآ وغوښتل چې په ناټو کې ګډ شي.

ترکیې تر دې مخکې په دغه سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب مخالفت کاوه او دا هېوادونه یې تورنول چې د کردستان د کارګر ګوند غړو ته یې پناه ورکړې ده. ترکیه، اروپايي ټولنه او امریکا دا ګوند ترهګر سازمان بولي.

ترکیه همدغه راز د وسلو پيرلو د هغه محدودیت لېرې کېدل هم غواړي چې په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې د ترکیې له پوځي مداخلې وروسته پرې ولګول شو. خو ښاغلي اردوغان له ولسمشر جوبایډن سره له ملاقات وروسته په ناټو کې د دغو هېوادونو د غړیتوب اخیستلو سره مخالفت پرېښوده.

ترکیې دوې ورځې مخکې له فنلنډ او سویډن سره د لسو مادو په یو تړون توافق وکړ چې په اساس یې دغه هیوادونه له کردي تندلارو سره د انقرې د مبارزې ننګه کوي ‌او د ترکیې د ۲۰۱۶ په کودتا کې په لاس لرلو تورن کسان به انقرې ته سپاري.

ترکیه له سویډن څخه غواړي چې ۲۱ او له فنلنډ څخه غواړي چې ۱۲ مشکوک کسان ور وسپاري. د ترکیې د عدلیې وزیر بکیر بوزداغ ویلي دي چې له سویډن او فنلنډ څخه «غواړو خپلې ژمنې پوره کړي».

انقرې د مشکوکو کسانو نومونه نه دي‌ اخیستي، خو د کارګر ګوند مشر فتح الله ګولن او غړي یې تورن کړي چې د ۲۰۱۶ کودتا یې طرحه کړې وه. ښاغلی ګولن په امریکا کې مېشت دی او دا تورونه ردوي.

سویډن او فنلنډ له هغه وروسته د ناټو د غړیتوب اخیستلو هلې ځلې پیل کړي چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ روسیې په اوکراین یرغل وکړ.

امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی او په مقابل کې یې په روسیې باندې کلک بندیزونه لګولي او له اوکراین سره یې پوځي او غیر پوځي مرستې پیل کړي‌ چې دا جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG