د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د مخکني دولت ولسي جرګه «په تبعید کې غونډې» پیلوي 


د افغانستان مخکنۍ ولسي جرګه
د افغانستان مخکنۍ ولسي جرګه

د افغانستان د مخکني دولت [اسلامي جمهوریت] د ولسي جرګې ځېنې غړي وايي چې د جرګي اداري پلاوي له افغانستان څخه د باندې په خپلې لومړۍ غونډې کې د جرګې د پیلولو پرېکړه کړې ده.

د دغې جرګي د یو غړي عبدالقادر ځاځي له ادرسه رسنیو ته د اداري پلاوي د دغې غونډې اعلامیه او پرېکړه هم استول شوې ده. عبدالقادر ځاځی د افغانستان د دغې ولسي جرګې د «دارالانشاء لوی رئیس» و.

ښاغلي ځاځي نن دوشنبه جولاۍ ۱۸ (چنګاښ ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې د ادارې پلاوي غونډه انلاین وه خو د ځای په اړه یې معلومات ورنکړل.

نوموړي وویل: «دا د اداري پلاوي غونډه وه. د پالیسۍ مطابق نشو ویلای چې دا غونډه په کوم ځای کې وه. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ولسي جرګې غونډې په انلاین بڼه پیل شي. د دغو غونډو د پيلولو دقېقه نېټه به ژر اعلان شي.»

مشروعیت

ښاغلي ځاځي وویل چې دی او نور وکیلان لا هم «د افغانستان د ولسي جرګې مشروع غړي‌ دي او د خپلو موکلینو د حقونو لپاره به مبارزه» کوي.

نوموړي وویل چې دوی د افغانستان د ولسي جرګي «برحاله وکیلان دي» او نړۍ ته به په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د ځپلو، نجونو د ښوونځیو د بندولو او نورو مسائيلو په اړه پیغام لېږدوي او همدغه راز د طالبانو په حکومت باندې به فشارونه زیات کړي‌. وايي یو هدف یې دا دی چې افغانستان کې «نظام انتخابي» شي.

نوموړي زیاته کړه: «خوشبختانه د افغانستان ولسي جرګه د پارلمانونو په نړیوال اتحاد کې غړیتوب لري او ټولو غونډو کې یې اشتراک کړی دی. دا مو نړیوال مشروعیت دی او داخلي مشروعیت مو دا دی چې خلکو موږ ته رایه راکړې ده.»

د افغانستان د دغې ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني و. راپورونه وايي چې هغه اوس په ترکیه کې دی.

نړۍ د افغانستان له حاله خبرول

د افغانستان د مخکنۍ ولسي جرګې یو بل غړي جاوید ساپي هم د اداري‌ پلاوي مجلس تائید کړ او وویل چې پلان لري په را روانو انلاین غونډو کې برخه واخلي.

ښاغلي ساپي وویل چې د ولسي «۹۰ سلنې وکیلان په دې پروسې کې شامل» دي او هدف یې دا دی چې د خپل ولس غږ «تر نړیوالو ورسوي».

جاوید ساپي امریکا غږ ته وویل: «نړیوال د افغانستان پارلمان اوس هم په رسمیت پېژني، دا اوسنی حکومت [د طالبانو حکومت] مشروعیت نلري. د ولسي جرګې اداري پلاوي غونډه شوې او کامیابه وه. له دې وروسته به نورې غونډې هم کېږي چې په هغې کې به د خپلو ولایتونو او د افغانستان په استازولۍ خبرې کوو. موږ هلته [افغانستان کې] رسمي څه نلرو، خو بیا هم زموږ غږ نړیوالو ته رسېږي. ‌هغه شی چې ولس یې نشي رسولی، هغوی سانسور دي،‌ د هغوی غږ غلی شوی دی، همدغه یې ښه لاره ده او له دې لارې په اسانه رسول کېږي.»

دا وکیلان هیله مند دي چې دا غونډې به یې نتیجه ورکوي. د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي هم په انلاین بڼه د ولسي جرګې د غونډو پیلول اغیزناک ګڼي او وايي‌ چې دا به نړۍ ته له «طالبانو سره د مخالفت» یو پیغام انتقال کړي.

ښاغلي سعیدي امریکا غږ ته وویل: « د ولسي جرګې د غونډو پیلول د یو فشار په توګه موثر دی چې ګویا د پارلمان غړي‌ د طالبانو سره مخالفت لري، له طالبانو سره نه دي‌ اوجلسې کوي، ‌خو فیصلې نشي کولای. د فشار په توګه، له طالبانو سره دا مخالفت موثر دی. دوی دنیا ته ښيي ‌چې یوازې د افغانستان خلک له طالبانو سره مخالف نه دي، بلکې وکیلان یې هم مخالف دی.»

تقنیني دوره او دندې

د افغانستان د مخکني اساسي قانون له مخې ولسي جرګه ۲۵۰ غړي لري، د ازادو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي‌ او هر ولایت ته د نفوس په تناسب په جرګې کې څوکۍ ټاکل شوې دي. د ولسي جرګې اداري هیئت پنځه غړي لري چې د جرګې مشر، دوه مرستیالان، یو منشي‌ او یو د منشي مرستیال په کې شامل دي.

د افغانستان د مخکني دولت د ولسي جرګې د دغې تقنیني دورې ټاکنې له خنډ او ځنډ سره مخامخ وې او له همدې کبله شپارلسمې تقنیني دورې تر خپل ټاکلي وخت څه موده زیات کار وکړ.

د اوولسمي تقنیني دورې انتخابات په ۱۹۹۷ کې وشول. مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د دغې دورې پرانیسته کړې وه.

ځینو کاندیدانو اعتراض کاوه چې د هغوی حق خوړل شوی دی او د رایو په اعلان کې فساد شوی دی. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هغه مهال دا ادعاوې رد کړې وې. د دې تر څنګ، د افغانستان د ولسي جرګې په ځینو وکیلانو تل دا تور و چې له وزیرانو او نورو مقاماتو څخه رشوت او بډې اخلي، خپل خپلوان یې په وزارتونو او ریاستونو کې ګمارلي او دا ډول نور کارونه کوي، خو وکیلانو تل دا تورونه ردول.

د مخکني اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې ځینې عمده دندې دا دي چې قوانین به تصویبوي، د حکومت کارونه به څاري، بودیجه به تصویبوي، د کابینې وزیرانو ته به د باور او نه باور رایه ورکوي او د ځینو وزراتونو اړوند مقامات به استجواب او احضاروي.

خو ښاغلی ساپی وايي چې اوس دا کارونه نشي کولای، مګر دا کولای شي چې د خپل ولس غږ نړۍ ته ورسوي. هغه وايي لا هم «په خپلو سیمو کې له ولس سره په تماس» کې دي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه طالبان کابل ته داخل شول او بیا یې واک ترلاسه کړل. له دې وروسته د افغانستان د پارلمان ډېر غړي له افغانستان څخه ووتل، ځینې یې افغانستان کې دي او دا تازه د دغې جرګې یو غړی کمال ناصر اصولي افغانستان ته تللی دی. تر دې دمه ښاغلي اصولي او افغانستان کې مېشتو نورو وکیلانو لا نه دي ویلي چې د پارلمان په انلاین غونډو کې برخه اخلي که نه.

XS
SM
MD
LG