د لاس رسي وړ اتصالات

ملا برادر افغان پانګوالو ته: د ځان بساینې لپاره هیواد کې پانګونه وکړئ


په افغانستان کې د اقتصادي بحران زیاتېدو په اړه د اندېښنو زیاتېدو سره هم مهاله د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال یو ځل بیا له بهر مېشتو افغان سوداګرو څخه وغوښتل چې په خپل هیواد کې پانګونه وکړي.

ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۱ (زمري ۲۰) په کابل کې "د اوبو او انرژۍ په سکتورونو کې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګونو د جذب او هڅونې کنفرانس" کې وویل چې د اقتصادي ستونزو د هواري په هدف د کانونو د استخراج او بندونو جوړولو په برخه کې کارونه او پانګونه د زیاتېدو په حال کې ده.

هغه وویل ټول طالب چارواکي د افغانستان د اقتصادي ستونزو د هواري هڅې کوي او په خبره یې دغه هیواد به ډېر پر خپل ځان بسیا شي.

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال وویل چې په هیواد کې پانګونې ته زمینه برابره شوې.

نوموړي زیاته کړه: "له هېواده بهر افغان سوداګرو او پانګوالو څخه غواړو چې د هېواد په بیارغونه او ځان بسیاینه کې همکاري او پانګونه وکړي. په دغه کار سره یې نه یوازې هېواد او خلکو ته خیر رسېږي، بلکې دوی ته خپله هم ګټه رسوي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه د پخواني حکومت تر سقوط وروسته پر افغانستان حاکمیت ټینګ کړی، خو د یو کال په تیرېدو سره د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دي پيژندل شوي.

د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند تر دې مخکې ویلي و چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژندلو مسئلې په دغه هیواد کې د پانګونې مخه نیولې ده.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۹مه «افغانستان اقتصادي ستونزو هواري کنفرانس» ته وویل چې په افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره شوې، خو په خبره یې دا چې د دوی حکومت په رسمیت نه دی پيژندل شوی هیوادونه پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د طالبانو رئیس الوزرا همدرانګه ویلي و چې د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلو سره به افغانستان له اوسني اقتصادي بحران څخه ووزي.

هیڅ کوم هیواد تراوسه پورې طالبان چې د اګست په میاشت کې یې په افغانستان خپله ولکه ټینګه کړه، د حکومت په توګه په رسمیت نه دي پيژندلي او د افغانستان په میلیاردونو ډالره شتمني په داسې حال کې په بهر کې کنګل شوېده چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان خلک به د سخت ژمې په رارسېدو سره له لوږې او قحطۍ سره لاس او ګرېوان وي.یاد سازمان ویلي و که چیري له دغه هیواد سره مرسته ونشي د افغانستان ۹۷سلنه وګړي به له اوسني اقتصادي وضعیت څخه اغېزمن شي.

XS
SM
MD
LG