د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د تاشکند کنفرانس کې د امریکا د اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس کې د امریکا له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې زېرمې ازادې کړي او پر دغه هیواد لګېدلي اقتصادي بندیزونه لیري کړي.

د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه دا کنفرانس له یو ورځ ځنډ وروسته، نن سه شنبې جولای ۲۶ (زمري ۴) پیل شو او تر سبا پورې به دوام وکړي.

پدې کنفرانس کې د شاوخوا ۲۰ هیوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

امیر خان متقي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې پر افغانستان د امریکا اقتصادي بندیزونه په دغه هیواد کې د فقر له اساسي لاملونو څخه دي.

نوموړي زیاته کړې چې یادو بندیزونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې او د پیسو د انتقال مخه نیولې او د طالبانو د حکومت هغه فعالیتونه یې ټکني کړي چې "ګټه یې ملکي خلکو ته رسیږي".

ښاغلي متقي همدرانګه وویل چې دوی له ټولو هیوادونو سره د متقابل احترام او دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کې مثبت تعامل ته چمتوي دي او په وینا یې، د نړۍ له هيوادونو هم ورته غوښتنه لري.

هغه وویل: "د امريکا پر متحدو ايالتونو غږ کوو چې د افغانستان بانک ټولې شتمنۍ بې له قيد او شرطه آزادې او پر افغانستان لګيدلي اقتصادي‌ بنديزونه لرې کړي. دا د اړيکو د عادي کولو له پاره اساسي ګام دی. ‌دا کار به د امریکا په اړه د افغانستان د خلکو په ذهنونو مثبت اثر وکړي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته، متحدو ایالتونو په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان بانک شاوخوا نهه میلیارده ډالر ګڼل کړل.

د نړۍ له هیوادونو د تعامل غوښتنه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د تاشکند نړیوال کنفرانس ته په وینا کې له ټولو هیوادونو وغوښتل چې "د افغانستان له اسلامي امارت" سره د دوه اړخیزو مشروع ګټو د باوري کولو لپاره رسمي تعامل وکړي.

نوموړي زیاته کړه دوی هوډ لري چې افغانستان نور د سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو مرکز شي او په خبره یې د طالبانو حکومت ځان او نړۍ دواړو ته ثبات غواړي.

متقي زیاته کړه چې د طالبانو حکومت نوې بهرنۍ پالیسي اقتصاد محوره ده او ویې ویل چې د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات ترڅنګ د سیمې په اقتصادي ښېرازۍ او پراختیا کې مهم رول لري.

هغه وویل، نړۍ د افغانستان په ناامنۍ او بې ثباتۍ کې د پانګونې پر ځای باید د افغانستان په ثبات کې پانګونه وکړي "ثبات د ټولو په ګټه دی.‌ او بې ثباتي د ټولو په تاوان."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت د ۱۱ میاشتو په تېرېدو سره، د هغوی حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

نړیواله ټولنه د نورو مسائیلو تر څنګ له طالبانو غواړي چې ټول شموله حکومت جوړ کړي، ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي، د بشر او په خاص ډول د لږکیو حقوقو ته درناوی وکړي.

طالبان بیا ادعا کوي چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرایط پوره کړي او هیڅ هیواد باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي.

افغان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد نه کارول

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدرانګه وویل چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن دي او په خبره یې، هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

هغه وویل چې طالب ځواکونو په دې وروستیو کې د هغو کسانو پر ضد بریالي عملیات تر سره کړي چې د ازبکستان سره پر پوله یې د امنیت خرابولو هڅې کولې.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، د افغانستان له خاورې څخه څو ځله پر ازبیکستان د راکټي بریدونو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي. په وروستۍ پېښه کې، د جولای پر پنځمه له افغانستان څخه د ازبیکستان پر سرحدي سیمه باندې د راکټونو توغولو راپور ورکړل شو.

خو د طالبانو حکومت تل خپلو ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې څخه به نورو هیوادونو ته ګواښ پېښ نشي. طالبانو د دې ترڅنګ، روانه میاشت په کندز ولایت کې، پر ازبیکستان باندې د راکټونو توغولو په تور د یو شمېر کسانو د نیولو خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG