د لاس رسي وړ اتصالات

سوداګر او خیریه مؤسسې دې د معتادینو په درملنه کې مرسته وکړي – روغتیایي چارواکي 


سوداګر او خیریه مؤسسې دې د معتادینو په درملنه کې مرسته وکړي – روغتیایي چارواکي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل او نړیوالو خپلې مرستې د معتادینو د درملنې له مرکزونو سره کمې کړې اوس په کنړ کې د معتادینو د درملنې د یوه مرکز مسؤلین له خیریه مؤسسو او سوداګرو غواړي، چې د معتادینو په درملنه کې ورسره ماليي مرستې وکړي. 

وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل او نړیوالو خپلې مرستې د معتادینو د درملنې له مرکزونو سره کمې کړې اوس په کنړ کې د معتادینو د درملنې د یوه مرکز مسؤلین له خیریه مؤسسو او سوداګرو غواړي، چې د معتادینو په درملنه کې ورسره ماليي مرستې وکړي.

د کنړ د معتادینو د درملنې مرکز چې اوس یې امکانات ډیر کم شوي او د معتادینو درملنه پکې ولاړه مسؤلین یې وايي، چې روغتون يې بسترلري خو د ناروغو د بستر لپاره نور امکانات نه لري، چې باید ملي سوداګر او بډایه خلک يې مرسته وکړي.

د دې روغتون آمر ډاکټر سلطان محمد عظمي امریکاغږ سره خبرو کې ویلي، چې خلک یوازې پر دې فکر کوي، چې ځوانان په نشه روږدي کېږي نو باید له ټولنې نه لري شي.

ډاکټرعظمي په خیریه بنسټونو او په ځانګړي ډول کنړ کې له میشتو سوداګرو غواړي، چې په نشه يې توکو د روږدو درملنې کې برخه واخلي ترڅو د بسترخدمات يې بیا پېل شي او د معتادینو درملنه پکې وشي.

دی وايي: ”په ټولو ټولنو، په ملي سوداګرو او د افغانستان په سرمایه دارو او شتمن خلک باید دې طرف ته ډېره زیاته توجو را وړوي. دوه ګټې به وکړو یو به د هغوی خیرات وشي او بل طرف ته به مو منطقه او کلي او کور د دغسې جنایتونو او جرمونو نه پاک شي او بل طرف ته به د هغوی تداوي وشي“.

سلطان محمد عظمي وايي، د خلکو دا فکر غلط دی او باید د دې پر ځای په نشه يې توکو د روږدو ځوانانو درملنې برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي.

عظمي وايي:”په تاسف سره باید ووایم، لکه چې مو ځوانه برخه په تېزې باندې په روږدي کېدو اخته دي، همدغه ډول ورته په ټولنه کې د خیریه بنسټونو او موسیساتو توجه نشته. د اعتیاد په برخه کې ټولنې یوازې همدا فکر کوي چې دی نشه يې دی او مجرم دی او جنایت کوي زه په دې تاسف کوم. “

د هغه په خبره، که ځوانان په نشه يې توکو روږدي کېږي نو ورسره په ټولنه کې د جرایمو کچه لوړېږي، چې په کار ده د دې مخنیوي لپاره کار وشي.

د محلي معلوماتو له مخې په کنړ کې د شپږ زرو نه تر لسو زرو پورې کسان په نشه يې توکو روږدي دي.

XS
SM
MD
LG