د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان له ایرلنډ سره پنځو سیالیو ته لوبغاړي‌ اعلان کړل 


د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبې د اګست په نهمه پیلیږي
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبې د اګست په نهمه پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه اګست لومړۍ (زمری لسمه) له ایرلنډ سره پنځو شل اوریزو سیالیو ته د ۱۶ لوبغاړو نوملړ «سکواډ» اعلان کړ.

د ایرلنډ او افغانستان ترمنځ‌ دا لوبې په ایرلنډ کې دي چې د اګست په نهمه پېلېږي او په اوولسمه پای ته رسېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبغاړي به د راروانې جمعې په ورځ د ایرلنډ په لوري حرکت کوي.

محمد نبي د لوبډلې کپتان دی او په نورو لوبغاړو کې «رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، درویش رسولي، کریم جنت، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، راشدخان، نور احمد، فضل حق، فرید ملک، نوین الحق» شامل دي.

همدغه راز څلور نور لوبغاړي قیس احمد، عثمان غني، مجیب الرحمن او نجات مسعود منتظره لوبغاړو کې شامل شوي که په لست کې کوم لوبغاړي ته کومه ستونزه جوړېږې او له سیالیو څخه وځي، د دغو څلورو لوبغاړو له ډلې به یې یو بیا له هغوی سره یو ځای کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیې کې د د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې د مشر نورالحق ملکزي له خولې لیکل شوي: « د ایرلنډ لپاره مو هم داسې یوه لوبډله غوره کړې، چې مطمین یم غوره لاسته راوړنې به ولري، ځکه زموږ لومړیتوب استعداد، ځوان لوبغاړي، د هغوی کارکردګي او پياوړتیا ده.»

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د دغو سیالیو یو هدف د اسیا کپ او نړیوال کپ سیالیو لپاره چمتوالی دی چې د سپتمبر او اکتوبر په میاشتو کې پیلیږي.

XS
SM
MD
LG