د لاس رسي وړ اتصالات

لور مې راته وویل څوک یې؟ ویې نه پيژندم – د مخدره موادو یو روږدی 


لور مې راته وویل څوک یې؟ ویې نه پيژندم – د مخدره موادو یو روږدی 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

د میوند په نوم په نشه يي موادو یو روږدی چې اوسمهال په کابل ښار کې په کوڅو او مخروبه ځایونو کې ګرځي او نشه يي مواد کاروي وايي، کله چې څلور کاله وروسته خپل کور ته لاړ وړه لور یې ونه پيژنده او نشه يي موادو له خپلې کورنۍ جلا کړی دی. 

د میوند په نوم په نشه يي موادو یو روږدی چې اوسمهال په کابل ښار کې په کوڅو او مخروبه ځایونو کې ګرځي او نشه يي مواد کاروي وايي، کله چې څلور کاله وروسته خپل کور ته لاړ وړه لور یې ونه پيژنده او نشه يي موادو له خپلې کورنۍ جلا کړی دی.

میوند چې اصلا د کنړ د څوکۍ اوسیدونکی دی وايي، په نشه يي توکو اعتیاد دومره بد عمل دی چې پلار له اولاد جلا کوي.

هغه وویل: ”یوه لور مې له مانه نه وه خبره چې زما پلار شته که نشته. وړه وه د مور په غېږ کې وه نو زه د کور نه ووتم تقریبا څلور کاله بعد زه کور ته لاړم چې کورته لاړم دې لور مې زه نه پېژندم هغه خو ماشومه وه تی یې خوړه چې بیا غټه شوه چا به پوښتنې ترې کړې وي چې پلار دې چېرته دی چا به ورته ویلي وي چې مړ دی. چا به ورته ویلي وي چې پوډري دی یا شته یا نشته دی؛ نو دغه صحنه چې زه کېناستم مال بچیه راشه زما خواته وایي ته څوک یې؟ ماته یې ویلې مال زه ستا پلار یمه نو زې بېخي ونه پېژندلم دا دومره یو بد عمل او فعل دی چې زه یې له خپلو اولادونو دونه جدا کړم.“

میوند۲۳ کاله مخدره مواد کارولي دي. دی وايي، د اعتیاد یو لوی لامل یې ضعیف کورنی اقتصاد وو.

هغه وویل: ”لاړو پاکستان ته هلته معتاد شوم. اوس غواړم چې پرې یې ږدم کوښښ کوم چې زمینه راته مساعده شي یوه ښه شفاخانه وي هلته مې تداوي وشي او خدای مو له دې عمل نه خلاص کړي.“

دغه معتاد وايي، نور د اعتیاد له ژوند ستړی شوی دی او لوی یې ارمان یې دا دی چې بیرته عادي ژوند ته ستون شي.

میوند وايي: ”دوه لارې دې الله ماته انتخاب کي که چېرته دې عمل باندې زه ادامه ورکومه او دا عمل زه مخته وړمه نو خدای دې ماته دې الله مرګ راکړي ځکه چې دا فامیل زما نه بېغمه شي او که چېرته مې سموي نو الله دې دسې یوه لاره راته انتخاب کي چې دا فامیل او دا خلک وګوري چې دا یو بد فعله انسان وو خدای داسې یوې لارې ته برابر کړ.“

د میوند په څیر ملیونونه وګړي چې په نشه موادو روږدي دي. اکثره یې وايي، چې د اعتیاد له امله له خپلو کورنیو نه جلا شوي دي.

XS
SM
MD
LG