د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له معتادينو څخه د کابل ښار د پل سوخته د پاکولو خبر ورکړ


په افغانستان کې د معتادینو زیاتېدو په اړه د اندېښنو سره هم مهاله، د طالبانو حکومت امنیتي مسؤلینو د ژمي له یخې هوا څخه ژغورلو او درملنې په موخه د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د نژدې دوه زره معتادینو د راټولولو ترڅنګ له معتادینو څخه د «پل سوخته» سیمې د پاکولو خبر ورکړی دی.

طالب چارواکي وايي چې په تېرو څو ورځو کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې شاوخوا ۱۵۰۰ معتادین راټول کړي او د درملنې په موخه اړوندو روغتیايي مرکزونو ته معرفي شوي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د ولایتونو د هماهنګۍ ریاست مشر مولوي جلال عزیزي د دغه معتادینو د راټولولو پرمهال ویلي چې د یادو معتادینو د درملنې لپاره په کابل ښار کې د ۵زره بستریز کمپلکس ترڅنګ دری زره بستریز کمپلکس هم چمتو شوی دی.

یاد طالب چارواکي ویلي چې د اړتیا په صورت کې د «څرخي پله زندان» هم د معتادینو د درملنې لپاره په نظر کې نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر میاشت کې هم له امریکا غږ سره خبرو کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون د شاوخوا ۱۳۰۰ معتادینو د راټولېدو خبر ورکړی و.

د رپوټونو له مخې طالب چارواکو د څه باندې یو کال په موده کې څو ځله د کابل ښار له بېلابېلو ځایونو څخه د زرګونو معتادینو د راټولېدو خبر ورکړی و، خو لا هم د کابل ښار په ځینو برخو کې ګڼ شمېر معتادین لیدل کیږي.

بلخوا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په کابل او ولایتونو کې د معتادینو د شمېر زیاتوالي اصلي لامل په اسانۍ سره مخدره موادو ته د هغوی لاس رسئ یادوي.

د دوی په وینا که چیري په کابل ښار کې د مخدره موادو پلورونکو په وړاندې جدي اقدامات تر سره نشي، له ښار څخه د معتادینو راټولول به کومه ګټه ونلري.

خو د کابل د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدران نن جمعه جنورۍ ۲۰ (مرغومې ۳۰) امریکا غږ ته وویل چې په تیر یو کال کې د مخدره موادو سلګونه پلورونکي (قاچاقبران) چې پر معتادینو به یې مواد پلورل د دوی لخوا نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې امنیتي مسؤلین د مخدره موادو د پلور مخه تر زیاته حده نیولې او پدې برخه کې به خپلې هڅې نورې هم زیاتې کړي.

له معتادینو د پل سخته پاکول

پر همدې مهال د کابل ښاروالۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند مسؤلینو سره په ګډه له معتادینو څخه د پل سخته او شاوخوا سیمو د پاکولو خبر ورکړی دی.

د کابل ښاروالۍ د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزی د یادي سیمې پاکولو په اړه ویلي: "پل سخته چې له زیاتې مودې د معتادینو مرکز ګرځېدلی،د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ سره د پل سوخته پول معتادین انتقال شول او دا ساحه فعلاً له معتادینو څخه پاکه ده... په دغه ساحه کې د پاکارۍ چارې پيل شوي چې په نژدې وختونو کې به د پل سوخته پل لاندې ټولې ټنظیفي چارې ترسره کړو."

ښاغلي احمدزي زیاته کړې چې د کابل ښاروالۍ د پل سوخته پل شاوخوا سیمو د پاکارۍ کمپاین پيل کړی چې پاکولو سره به یې بڼه بدله شي. پل سوخته د کابل ښار دیارلسمه ناحیه کې د معتادینو یو له لویو مرکزونو څخه و چې ځینو وختونه پکې د معتادینو د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي.

تیر کال د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل چې د اټکل له مخې په افغانستان کې پنځه میلیون کسان په نشه يي موادو روږدي دي.

هغه وویل چې په روږدو کسانو کې استادان او سواد لرونکي کسان هم شامل دي. ښاغلي حنفي وویل چې له یاد شمېر څخه شاوخوا یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

اقتصادي ستونزې، کډوالي، د نشه يي موادو کر کیله او سوداګري په دغه هیواد کې په نشه يي توکو د اخته کېدو له اساسي لاملونو څخه بلل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تیر پخواني حکومت پر مهال په دغه هیواد کې د معتادینو د درملنې لپاره ۸۰ مرکزونه فعالیت کاوه چې د طالب چارواکو په وینا له یادو مرکزونو څخه ۵۰ سلنه یې د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله بند شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د تیرې سپټمبر میاشتې پر ۲۱مه وویل چې په افغانستان کې د معتادینو درملنې ۱۷ مرکزونو ته درمل او طبي توکي چمتو کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې پر ۱۷۷زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و چې له یادو تریاکو څخه ۶۵۰ ټنه هیروین لاسته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG