د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د ممپلیو کرکیله 


په ننګرهار کې د ممپلیو کرکیله 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

د ننګرهار په ځینو سیمو کې یو شمیر کروندګر وايي، چې پدې وروستیو کلونو کې یې د ممپلیو کرلو ته زیاته مخه کړې ده او په وينا یې د نورو کښتونو په پرتله یې ګټه ښه ده او د کوکنارو په نسبت زحمت یې هم کم دی. 

د ننګرهار په ځینو سیمو کې یو شمیر کروندګر وايي، چې پدې وروستیو کلونو کې یې د ممپلیو کرلو ته زیاته مخه کړې ده او په وينا یې د نورو کښتونو په پرتله یې ګټه ښه ده او د کوکنارو په نسبت زحمت یې هم کم دی.

د ممپلیو کروندګر غیاث الدین د ننګرهار د ښېوې په ولسوالۍ کې هر کال په شاو خوا شپږ جریبه ځمکه کې د کوکنارو بدیل دممپلیو کښت کري، چې له حاصلاتو يې خوښ وي.

هغه وايي، د ممپلیو کر يې له تېرو نېږدې څلورو کالو شروع کړی دی او خوښ دی، چې په ځمکه کې د حلالې روزۍ لټه کوي.

غیاث الدین امریکاغږ ته وویل: "ما د ښېوې ولسوالۍ جانان غونډې کې په ځمکه پینځه یا شپږ جریبه ځمکه کې ممپلي کرلي دي. دا درېیم یا څلورم کال دی چې ممپلي کرو او په همدې بوخت یو. دا ښه دي د نورو فصلونو مثال جوار او نورو نه د دې عایدات ډير دی."

نوموړی وايي، سږ کال د کیمیاوي سرو د نرخونو لوړوالي له امله نه دی توانېدلی، چې ممپلیو ته سرې ورکړي نو ځکه يې سږني کښت د تېر په پرتله کمزوری دی.

د ممپلیو د کروندې دې کروندګر امریکاغږ ته دا هم وویل، چې یوه بورې سره په ۶۰۰۰ یا ۶۵۰۰ افغانۍ وه، چې د دوی له توانه پورته وه.

هغه وایي، که د ممپلیو کښت يې هر څومره کم وي، خو د کوکنارو له حرامې ګټې يې عاید غوره بولي.

غیاث الدین وايي: "سږ کال فصل لږ خراب هم دی خو ښه دی بیا هم کوکنارو خو داسې دی یو خو حرام دي. بل نشه يې مواد دي. هم دې ځان ګناهګار وي او هم خواري په کې ډېره ده زحمت پکې ډېر وي."

دی وايي، ممپلي يې په خپلو شخصي امکاناتو کرلي دي او دولتي او یا د کومې مرستندویه ادارې هیڅ مرسته ورسره نه ده شوې.

هغه وايي، نور کلونه به يې له ۷۰ یا ۸۰ منه ممپلي حاصلات کېدل، خو سږ کال فکر نه کوي، چې د پخوا په څېر حاصلات به ترلاسه کړي.

هغه ګیله مند دی، چې په خبره يې د کروندګرو د پوښتنې څوک نشته او که کروندګر دولتي ادارو ته مراجعه هم کوي، نو ورته ویل کېږي، چې هیڅ مرسته تراوسه د کروندګرو په نوم نه ده ورکړل شوې.

د غیاث الدین په باور، که چېرې دوی ته د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او د کروندې لپاره د وسایلو په برخه کې لاسنیوی وشي، نو ښايي حاصلات يې لا ښه شي.

XS
SM
MD
LG