د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د خرما حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي


ننګرهار کې د خرما حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

په ننګرهار کې د کانال د ریاست مسؤلین وايي، سږ کال د خرما بڼ حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي، چې عواید به يې هم ډېر وي.

په ننګرهار کې د کانال د ریاست مسؤلین وايي، سږ کال د خرما بڼ حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي، چې عواید به يې هم ډېر وي.

د خرما دا بڼ د جلال اباد ښار اړوند د هډې فارم سیمه کې په ۲۰۰۹ کال کې جوړ شوی دی او شپږ ډوله خرما لري چې د عربي متحده اماراتو څخه یې تخم وړل شوی دی.

د دې بڼ مسؤل انجنیر عبدالقیوم اطرافي امریکاغږ ته وویل، چې سږ کال حاصلات شاو خوا شل ټنه اټکل شوي دي، چې د تېر کال په پرتله دوه برابر زیاتوالی ښيي.

هغه وویل:" تېر کال زمونږه حاصلات د خرما د ۱۰ او ۱۲ ټنو په شاو خوا کې و، خو سږ کال د ۱۸ او ۲۰ ټنو په شاو خوا کې دي. انشاءالله چې د تېر کال په نسبت زمونږه حاصلات دوه چنده دي او عواید هم دوه چنده کېږي."

د قیوم اطرافي په خبره، چې شاو خوا ۱۳ کاله کېږي، د کانال اړوند د خرما دا بڼ جوړ شوی او سږ يې څلورم کال دی، چې حاصلات ورکوي.

هغه وايي، د سږنیو حاصلاتو لوړېدو لا مل د ورځې مزدور او تخنیکي وسایلو په وخت ورکړه یادوي، چې وايي پاملرنه ورته ډېره وه.

هغه وویل: "مونږ د رهبرۍ نه مننه کوو، چې په دې هکله يې مونږ سره همکاري کړې ده، د پرسونل په هلکه د روزمزد په هکله او د هر نوعه تخنیکي وسایلو په هکله يې مونږ سره همکاري کړې ده، چې زمونږ په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی."

د معلوماتو له مخې، هر کاله چې د دې خرما بڼ حاصلات ورسېږي نو بیا د کانال ریاست د خرما بڼ مدیریت له لوري بولۍ ته وړاندې کېږي، چې له یوه کال نه يې عواید بل ته مخ په لوړېدو دي.

XS
SM
MD
LG