د لاس رسي وړ اتصالات

کنړ کې یو شمیر کروندګر د مرستو له نوعیت او حاصلاتو د مارکیټ له نشتون نه شکایت لري


کنړ کې یو شمیر کروندګر د مرستو له نوعیت او حاصلاتو د مارکیټ له نشتون نه شکایت لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

په کنړ کې یو شمیرکروندګر د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوې سرو د مرستو پر وېش نیوکې کوي او وايي چې دغه مرستې یوازې له هغو کروندګرو سره کیږي، چې واسطه لري او یا یې ملکان په خپله اخلي.

په کنړ کې یو شمیرکروندګر د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوې سرو د مرستو پر وېش نیوکې کوي او وايي چې دغه مرستې یوازې له هغو کروندګرو سره کیږي، چې واسطه لري او یا یې ملکان په خپله اخلي.

دغه کروندګر وايي، سږ کال يې هیڅ مرسته نه ده لېدلي او په خپلو شخصي لګښتونو کرلي فصلونو يې هغه ډول حاصلات او عواید ونه کړل چې تمې يې وې.

ګل محمد د خاص کنړ تنر سیمې اوسېدونکی کروندګر دی، چې په کرونده کې يې بېنډۍ کرلي دي، وايي سږ کال د سرو نرخونه ډېر لوړ وو او د دوی د اخیستو له وسه پورته وو.

ګل محمد وویل:" مصرف يې ډېر دی او ګټه يې نشته، سره ده. تخم دی. مرستې خو مونږ سره نه دي شوي. مرستې هم هغه چا سره کېږي، چې څوک واسطه لري یا دا ملکانو سره نژدې وي، مونږ خوار او غریب سره دا مرستې نه کېږي."

ګل محمد وايي، د خپل جیب په لګښتونو يې غیري اصلاح شوي تخمونه اخیستي، تازه ترکاري او بنډۍ کرلي دي خو اوس يې بازار هم نشته او بېرته پرې تاوان دی.

هغه وايي، د بازار نه شتون د خلکو اقتصادي ستونزې دي. دی وايي، له خلکو سره پېسې نشته چې په بازارونو کې د دوی کرلې ترکاریانې واخلي.

هغه وویل:" زه خو هر کال همدا ترکاریانې کرم، خو سږ کال ترې خفه ځکه یم چې خریدار يې نه شته دی، فصل وشي او ځای په ځای په کور کې راباندې تاوان دی. مصرف يې شته او ګټه يې نه شته. بازار ځکه نشته چې پېسې چا سره نه شته اقتصاد د ټولو خراب دی سبزي نه خرڅېږي."

هغه وايي، سږ کال یوه بوجې سپینه سره په په شاو خوا ۳۵۰۰ افغانۍ او توره سره خو اوس ان تر ۶۰۰۰ افغانیو هم پورته ده، چې د کروندګرو له وسه پورته ده.

د ګل محمد په خبره، چې دی په درېیمه برخه ځمکه کري، چې نه ورسره د کروندو مالکان مرستې کوي او هم د کرنې ریاست او نورې مرستدویه ادارې.

کروندګر له اړوندو مسؤلینو غواړي، چې دوی ته په وخت اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړي ترڅو يې حاصلات ښه شي، چې د کوکنارو کر کیلې ته اړ نه شي.

XS
SM
MD
LG