د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې تیلو ته د لاسرسي کمښت او نړۍ کې د تیلو بیو  لوړېدو ته د امریکا اندیښنه


د امریکا د مالیې وزارت مرستیال وزیر نن د جمعې په ورځ اګست ۲۶‌(وږي ۴) ویلي چې امریکا د روسیې تیلو ته د لاسرسي کمیدو له کبله په نړۍ کې د تیلو لوړو بیو ته اندیښمنه ده.

د امریکا د مالیې وزارت مرستیال، ښاغلي والي ادیمو دا خبرې په نوي دهلي کې په داسې حال کې کړي چې روسیه پلان لري د روان میلادي کال د دسمبر په پنځمې د تیلو توضیع کمه کړي.

ادیمو دهلي ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې له هندي چارواکو سره یې د خصوصي سکتور او د روسیې د تیلو بیو په اړه بحث کړی دی.

د امریکا په ګډون د نړۍ په بازارونو کې د سوند د توکو او بیا په ځانګړې توګه د ډیزل او پطرولو بیې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې لوړې شوې دي.

ګڼ شمیر اروپایي هیوادونه او په ځانګړې توګه جرمني له روسیې څخه د تیلو د وارداتو ستر مشتري ګڼل کیږي خو پدې وروستیو کې د اوکراین او نورو هیوادونو لخوا له سخت فشار سره مخ ده او ترینه په وار وار غوښتنه شوې چې له روسیې څخه د سوند د توکیو اخیستل ودروي. هغه سوند توکي چې ارزښت یې په میلیاردونو یورو ته رسیږي.

اوکراین او ګڼ نورو اروپایي هیوادونه دا استدلال کوي چې له روسیې څخه د سوند د توکیو اخیستل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مرسته کوي چې د اوکراین جګړه تمویل کړي او خپل ښکیلاک ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG