د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: د نړۍ د یو قطبي نظم دوره په ختمېدو ده 


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین متحده ایالات تورن کړل چې غواړي په اواکراین کې جګړه اوږده کړي او ادعا یې وکړه چې واشنګټن هڅه کوي په نړۍ کې خپله «سلطه» روانه وساتي. خو امریکايي‌ چارواکو تل دا تورونه رد کړی.

ښاغلي پوتین نن سه شنبه اګست ۲۶ (زمری۲۵) یو امنیتي کنفرانس ته،‌ چې د افریقا، اسیا او لاتینې امریکا امنیتي چارواکو هم په کې ګډون درلود، د امریکا پر وړاندې خپلې پخوانۍ ادعاوی او تورونه تکرار کړل او وویل چې د نړۍ یو قطبي نظم په ختمیدو دی.

هغه وویل: «هغوی د خپلې سلطې د ساتلو لپاره جګړې ته ضرورت لري. دوی د اوکراین خلک د توپ خوراکه کړل. په اوکراین کې له وضعیت څخه ښکاري چې متحده ایالتونه هڅه کوي دا جګړه د باندې وباسي او همدغه راز هڅه کوي چې په اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې په جګړو باندې تیل وپاشي.»

امریکايي‌ چارواکو لا د ښاغلي پوتین د دغو تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې دا خبره کړې وه چې په اوکراین باندې د روسیې یرغل د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی او روسیې په اوکراین کې «نسل وژنه» کړې ده. د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې د دغه یرغل هدف دا دی چې «اوکراین د نړۍ له نقشې څخه لېرې» کړي.

دوی له روسیې څخه غوښتي دي‌ چې دا جګړه بنده کړي او له اوکراین څخه خپل ځواکونه وباسي. امریکايي چارواکي وايي دوی له اوکراین سره ځکه پوځي او بشري مرستې کوي چې د روسیې د یرغل مخه ونیول شي.

د ښاغلي پوتین دا وروستۍ خبرې د هغه دا هڅه په ډاګه کوي چې غواړي نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي،‌ په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله لویدیځ په روسیې او لوړ پوړیو روسي چارواکو باندې کلک اقتصادي او مالي بندیزونه لګولي دي.

ښاغلي پوتین همدغه راز وویل چې تایوان ته د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د مشرې نانسي پلوسي د سفر او د اوکراین په جګړې کې له کیف څخه د امریکا ترمنځ اړیکه شته چې په خبره یې امریکا د نړیوالې بې ثباتۍ هڅه کوي.

هغه وویل چې تایوان ته د امریکايي پلاوي‌ سفر یو عادي سفر نه بلکې «دا د متحدو ایالتونو د قصدي‌ او همغږې تګلارې یوه برخه ده چې غواړي وضعیت خراب او په سیمه او ټولې نړۍ کې ګډوډي رامنځ ته کړي».

خو امریکایي چارواکي وايي چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ښه کېدو په هدف شوی دی او دوی تل په سیمه او او نړۍ کې ثبات او امنیت غواړي.

چارواکي‌ وايي چې د میرمن پلوسي په مشرۍ امریکايي پلاوي‌ د امريکا او تايوان ترمنځ په اړيکو، سيمه ييز امنيت، سوداګرۍ او پانګونې، د اقليم بدلون او د دواړو هیوادونو د ګډو سرچينو اړوند د نورو اړينو مسايلو په اړه خبرې کړي‌دي.تایوان د امریکا د کانګرس د پلاوي د سفر ستاینه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تودو اړیکو نښه وبلله.

د روسیې ولسمشر همدغه راز وویل چې د لویدیځ نړیوال اشرافیان په خپلو ناکامیو کې روسیه او چین ګرم بولي او «د یو قطبي نړیوال نظم دوره ختمېدو ته نژدې» ده. چین تر دې دمه په اوکراین باندې د روسیې په یرغل انتقاد نه دی کړی. مسکو او بیجنیګ په خپلو کې سره نژدې روابط لري.

روسیه د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ او د اوکرایني چارواکو په وینا کې تر دې دمه په دغې جګړې کې زرګونه ولسي خلک وژل شوي او څه باندې شپږ میلیون نور له خپلو سیمو او کورونو څخه وتلي دي.

امریکايي چارواکو روسیې ته خبرداری ورکړی و چې په اوکراین باندې به یې نظامي یرغل جدي عواقب ولري.

XS
SM
MD
LG