د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې له یرغل وروسته په لومړي ځل د اوکراین غله جات ترکیې ته ورسېدل 


له اوکراین څخه د غلو دانو صادرات د جګړې له کبله بند شوي وو
له اوکراین څخه د غلو دانو صادرات د جګړې له کبله بند شوي وو

د روان کال د فبروۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د اوکراین له اودیسه بندر څخه د غلو او دانو لومړۍ جوپه ترکیې ته ورسېدله.

کیف تېره ورځ اعلان وکړ چې د غله جاتو صادرات یې بېرته پیل کړل. د رازوني بېړۍ، چې د سیرالیون بیرغ پرې لګېدلی و، دا لومړۍ جوپه انتقال کړه او د «بسفر تنګي» په ساحل کې یې لنګر واچوه.

روسیې او اوکراین د غلو جاتو د انتقال تړون د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړتوب لاسلیک کړ چې په اساس یې روسیې د اوکراین د غلو او دانو انتقالاتو ته د تورې بحیرې لاره پرانیستله.

د فرانسې خبري اژانس وايی چې د کارګو دغې بېړۍ ۲۶۰۰۰ ټنه جوار انتقال کړي دي او ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ به یوه ډله، چې روسیي او اوکرایني چارواکي به هم په کې شامل وي، استانبول ته نژدې دا بېړۍ پلټي.

دا جوار به لبنان او طرابلس ته انتقالیږي.

کیف وايي په غله جاتو بار ۱۶ نورې بېړۍ هم انتقالاتو ته انتظار کوي. اوکراین روسیه تورنوي چې په نیول شویو سمیو کې د اوکراین غله جات غلا کوي او بیا یې په افریقا او منځني ختیځ کې خپلو متحدینو ته لېږي.

دا غله جات د اوکراین له هغو سیمو څخه انتقالېږي چې روسیې له یرغل وروسته بمباري کړې او لارې یې تړلې وې.

کله چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د غلو او دانو د انتقال تړون لاسلیک شو، ۲۴ ساعته وروسته روسیې د اودیسه بندر بمبار کړ چې ورسره د انتقالاتو د بیا پيلېدو هېلې کمزرې شوې.

د دوشنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلیسنکي په یو ویدويي پیغام کې وویل: ‌«انتظار به وکړو او وبه ګورو چې دا تړون څنګه نتیجه ورکوي او امنیت به رښتیا هم تامین شي که نه.»

اوکراین او روسیه په نړۍ کې د غلو لوی صادروونکي هېوادونه ګڼل کېږي چې د جګړې له پيل راهېسې نړۍ ته له دغو هېوادونو څخه د غله جاتو صادرات بندل شول او ورسره د خوراکي موادو قیمتونه لوړ شول.

ملګري ملتونه وايی د خوراکي موادو د قیمتونو د لوړوالي له کبله تر ډېره بې وزلې هېوادونه زیانمن شوي دي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړی دی. ملګري ملتونه وايي زرګونه ولسي خلک وژل شوي او څه باندې شپږ میلیون نور خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی دی او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړې چې جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG